طالبانو ته د مقامت جبهې کسانو د تسلیمۍ په تړاو پخواني انځورونه خپاره شوي دي

False Military

د خواله رسنیو یو شمېر کاروونکو ادعا کړې چې ګواکې د پنجشیر په دره عبدالله خېل ولسوالۍ کې د طالبانو ضد جبهې اړوند د مقاومت کسانو له یو شمېر وسلو سره طالبان ته تسلیم شوي دي.

خو د فاکټ کرېسینډو پلټنې ښيي چې دا انځورونه پخواني دي او ځیني یې د مقاومت جبهې کسانو پورې تړاو نه لري.

د «شازیه حیاء» په نوم یوې فېسبوک پاڼې د روان میلادي کال د مې په ۱۱ لیکلې: «تازه پنجشیر دری عبدالله ولسوالی کې د زیات مقاومت نه وروسته د مقومتایانو د سولی لار خپله کړه د جنګ پرځای د ا.ا.ا ته تسلیم شول د مقاومت جبهی رسمی فیسبوک پاڼی څخه په تازه خپره شوي ویډیو کې لیدل کیږی چي شاوخوا 42 مقومتیان داصلیحو او تجهزیاتو سره یوځای تسلیمی ورکوی».

فېسبوک پسټ/ ارشیف لېنک

حقیقت موندنه

مونږ د حقیقت موندنې لپاره پر نوموړي انځورونو د ګوګل برعکس پلټنه تر سره کړه. په پایله کې مو وموندله چې دا انځورونه پخواني دي او ځیني یې د مقاومت جبهې ځواکونو پورې تړاو نه لري.

لومړی انځور:

لومړی انځور د ۲۰۲۰ میلادي کال د جنوري میاشتې پورې تړاو لري. دا انځور د شفقنا وېپباڼې له لارې د ۲۰۲۰ میلادي کال د جنورۍ په ۱۶ خپور شوی دی. په راپور کې په دري ژبه لیکل شوې: « په غور کې دولتي ځواکونو ته د ۵۰ طالبانو تسلیمېدل».

وېبپاڼه/ ارشیف لېنک

دوهم انځور:

که څه هم دوهم انځور د مقاومت جبهې ځواکونو پورې تړاو لري. خو دا انځور هم پخوانی دی. دا انځور د بېلا بېلو راپورونو سره په جلا جلا وختونو کې خپور شوی دی. 

د آزادۍ راډیو د دې عکس په خپرولو سره د ۱۴۰۰ هجري لمریز کال د وږې (سنبله) په ۱۰ د راپور په سرلیک کې لیکلې: «د پنجشیر په دهنه دره کې د طالبانو ضد جبهې او طالبانو تر منځ د جګړې پیل».

آزادي راډیو/ ارشیف لېنک

درېیم انځور:

درېیم انځور هم د مقاومت ځواکونو پورې اړه لري. دا انځور پخوانی دی او د هغه مهال پورې تړاو لري کله چې د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو کې په پنجشیر کې د طالبانو او مقاومت ځواکونو تر منځ جګړه روانه وه.

وېبپاڼه/ ارشیف لېنک

څلورم انځور

دا انځور هم پخوانی دی چې د مقاومت ځواکونو پورې تړاو لري. دا عکس د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۲۹ اخستل شوی دی.

دا عکس د ‘India Today’ په وېبپاڼه کې خپور شوی دی.

وېبپاڼه/ ارشیف لېنک

پنځم انځور

پنځم انځور د هغو داعش جنګیالیو پورې تړاو لري چې په ۲۰۱۹ کال کې د ډسمبر په ۶ د ننګرهار په ولایت کې دولتي ځواکونو ته تسلیم شوي وو. دا انځور هم اوسنی نه دی. د ترکیې اناتولي خبري آژانس دا عکس یې په لاندې راپور کې خپور کړی دی.

وېبپاڼه/ ارشیف لېنک

پایله

له پورتنیو څېړنو څخه څرګندیږي چې دا انځورونه پخواني دي او طالبانو ته د مقاومت جبهې کسانو د تسلیمۍ په اړه د فېسبوک پسټ ادعا ناسمه ده.

Avatar

سرلیک: طالبانو ته د مقامت جبهې کسانو د تسلیمۍ په تړاو پخواني انځورونه خپاره شوي دي

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team 

پایله: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *