
په ټولنیزو رسنیو کې د پخواني افغان ولسمشر محمد اشرف غني د مېرمنې رولا غني له قوله ادعا شوې چې ګواکې اشرف غني به لبنان ته ولاړ شي.
خو زمونږ موندنې ښيي چې د رولا غني به نوم دا فېسبوک پاڼه جعلي ده.
تاسو کولی شئ لاندې فیسبوک پوسټ وګورئ:

د فیسبوک پوسټ ادعا کې راغلي:
«زه او ډاکټر اشرف غني په یوه غیر رسمي سفر لبنان ته ځو. د متحده عربي اماراتو د یوه خصوصي هوايي شرکت له مشر محمد بن قدیر څخه مننه، چې موږ ته یې د سفر لپاره یوه شخصي الوتکه راولېږله.»
د حقیقت موندنه
مونږ لومړی پر عکس د ګوګل برعکس پلټنه تر سره کړه. په پایله کې مو وموندله چې دا انځور پخوانی دی.
دا عکس هغه مهال پورې تړاو لري چې اشرف غني په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د افغانستان امریکایي پوهنتون ته تللی وو.

له همدې امله د فیسبوک پوسټ ادعا ناسمه ده. له بلې خوا د اشرف غني مېرمن رولا غني په نوم دا فېسبوک پاڼه جعلي ده ځکه چې په دې وروستیو کې جوړه شوې ده.
مونږ همدا راز د ښاغلي غني فېسبوک او تویتر پاڼو ته ورغلو خو داسې کوم تازه مالومات مو ونه مونده چې لبنان ته یې د سفر په اړه ویلي وي.
مونږ تر دې وړاندې هم افغانستان ته د اشرف غني د ورتګ ادعا په اړه د حقیقت موندنې راپورونه خپاره کړي دي.
پایله
له پورته څېړنو څخه څرګنده شوه چې شریک شوی عکس پخوانی دی او د فیسبوک ادعا ناسمه ده. د رولا غني په نوم دا فېسبوک پاڼه جعلي ده.

سرلیک: د رولا غني په نوم د جعلي فېسبوک پاڼې ادعا؛ خو اشرف غني او مېرمن یې لبنان ته د ورتګ خبره نه ده کړې
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: False