
د خواله رسنیو یو شمېر کاروونکو ادعا کړې چې ګواکې په تېر حکومت کې د ولسمشرۍ لومړی مرستیال امرالله صالح د طالبانو پر وړاندې د جګړې په موخه د بغلان ولایت اندراب ولسوالۍ ته تللی دی.
خو زمونږ موندنې ښيي چې دا تصویر پخوانی دی او په پنجشیر کې اخستل شوی دی.
ادعا
د خواله رسنیو یو شمېر کاروونکو د روان میلادي کال د مې په ۱۱ ادعا کړې چې امرالله صالح بغلان ته تللی دی.
د «هوسۍ احمدزی» په نوم یوې فېسبوک پاڼې لیکلې: «امروالله صالح هم څو شیبی وړاندی دافغانستان شمال ولایت بغلان ته راوررسیده او په اندراب ولسوالی کي له الوتکی ښکته شو».

حقیقت موندنه
مونږ د حقیقت موندنې لپاره پر نوموړي انځور د ګوګل برعکس پلټنه تر سره کړه.
لومړی انځور:
زمونږ د پلټنو په پایله کې مالومه شوه چې دا انځور پخوانی دی او د یو شمېر فېسبوک پاڼو له خوا تېر کال خپور شوی وو. په فېسبوک پاڼو کې راغلي چې ګواکې دا عکس په پنجشیر کې اخستل شوی دی.

دوهم انځور:
مونږ د دوهم انځور په اړه کومه پایله ونه موندله. خو که چېرته انځور ته ځېر شو نو لیدل کیږي چې ټول کسان ژمني کالي اغوستې دي او ښکاري چې دا عکس هم اوسنی نه وي.

له بلې خوا مونږ د ښاغلي صالح فېسبوک پاڼه ولیدله خو په دې اړه یې کوم پسټ نه دی کړی.
پایله
له پورتنیو څېړنو څخه څرګندیږي چې امرالله صالح د طالبانو ضد جبهې سره د یو ځای کېدلو په موخه بغلان ته نه دی تللی. د نوموړي په اړه دا انځور پخوانی دی چې د بغلان پورې تړاو نه لري.

سرلیک: امرالله صالح د جګړې لپاره بغلان ته نه دی تللی
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: False