په کابل کې د امریکا د وروستي بې پيلوټه هوايي برید له ادعاوو سره پخواني او بې تړاوه عکسونه شریک شوي.

Misleading National

په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې ځینې عکسونه داسې ادعاوو سره خپاره شوي چې ګواکې امریکا په افغانستان کې د پلازمېنې کابل په هدف بې پیلوټه الوتکې برید کړی.

تاسو کولی شئ لاندې د فیسبوک پوسټ وګورئ؛

فېسبوک پوسټ  آرشيف لینک 

په فیسبوک  پوسټ کې ادعا شوې چې ګواکي کابل کې د امريکا بې پيلوټه الوتکې لخوا بريد شوي. 

په هرصورت، د فیکټ کریسینډو موندنې ښیي چې د ټولنیزو رسنيو ادعاګانې ناسمې دي ځکه چې پخواني او بي تړاو عکسونه پر فېسبوک شريک کېږي.

 د حقیقت معاینه

د فیسبوک د ادعا تر شا د حقیقت موندلو لپاره، موږ لومړی په انټرنیټ کې د رسنیو د مستند راپورونو په لټه کې یو چې د کلیدي کلمو په لټه کې شو ترڅو د کابل د هوایي برید په اړه د ټولنیزو رسنیو ادعاګانې تایید کړو. خو په دې ورستیو څو ورځو کې کومې رسنۍ د داسې کومې پېښې راپور نه دی ورکړی.

همدارنګه موږ په ټولو دې عکسونو کې چې په ټولنیزو رسنیو کې په کابل کې د امریکا لخوا د هوايي برید د ادعاوو سره شریک شوي د ګوګل د عکس العمل لټون پلي کړ. موږ وموندله چې ټول شریک شوي عکسونه پخواني دي او د ورته ادعا شوې پیښې سره تړاو نه لري.

لومړی عکس:

د ګوګل د عکس العمل لټون په پلي کولو سره موږ وموندله چې شریک شوی عکس له کلونو راهیسې په انټرنیټ کې خپریږي او د ډیپلومات په نوم یوې ویب پاڼې لخوا هم د ۲۰۱۷ کال د  مارچ  لومړنۍ نیټه په یوه مقاله کې شریک شوی و،  چې له دې امله روښانه کېږي چې شریک شوی عکس پخوانی دی او  په کابل کې د امریکا لخوا د کوم وروستي هوایي برید څخه نه دی.

THE DIPLOMAT  آرشیف لینک

 دوهم عکس:

شریک شوی عکس د طلوع نیوز د رسمي ټویټر پاڼې لخوا شریک شوی او د ۲۰۱۷ کال د می په ۳۰مه  په کابل کې له خونړۍ چاودنې وروسته اخیستل شوی.

ټوېټر   آرشيف لینک 

دریم عکس:

د ګوګل د ریورس عکس لټون په کارولو سره موږ وموندله چې دریم عکس هم پخوانی دی او د ۲۰۱۵ کال د جون په ۳۰مه  د کابل په هوایی ډګر کې له چاودنې وروسته اخیستل شوی.

 ټوېټر  آرشيف لینک  

 پایله

نو له پورتنیو څېړنو څخه دا څرګنده شوه چې پر کابل باندې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې د برید له دروغجنو ادعاوو سره په ټولنیزو رسنیو کې پخواني او بې تړاوه عکسونه شریک شوي.

Avatar

سرلیک: په کابل کې د امریکا د وروستي بې پيلوټه هوايي برید له ادعاوو سره پخواني او بې تړاوه عکسونه شریک شوي.

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team 

پایله: Misleading

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *