
د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د پوځ اړوند د موټر یو پخوانی انځور خپور کړی دی. دوی ادعا کړې چې ګواکې دا موټر د پاکستان تحریک طالبانو له خوا په شمالي وزیرستان کې په بم الوزول شوی او ټول پوځیان یې وژل شوي دي.
زمونږ موندنې ښيي چې د پوځ اړوند د موټر دا انځور د پاکستان پوځ پورې تړاو نه لري او دا عکس پخوانی دی.
ادعا
د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د روان میلادي کال د ډسمبر په ۱۸مه د پوځ اړوند د موټر یو انځور خپور کړی دی چې د چاودنې حالت ښيي. دوی ادعا کوي چې ګواکې دا موټر په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني طالبانو له خوا الوزول شوی او ټول پوځیان یې وژل شوي دي. د ‘Ayaz Shahab’ په نوم یو فېسبوک کاروونکی ورته پسټ یې کړی.

حقیقت موندنه
مونږ د حقیقت موندلو لپاره پر نوموړي انځور د ګوګل برعکس پلټنه تر سره کړه. په پایله کې مو وموندله چې دا انځور پخوانی دی او په بېلا بېلو وختونو کې د مختلفو وېبپاڼو له خوا خپور شوی دی.
دا عکس په ۲۰۱۵ کال کې یعنې ۶ کاله وړاندې د یوې فېسبوک پاڼې له خوا د یو بل انځور سره یو ځای خپور شوی دی.

له بلې خوا مونږ په ګوګل کې د کلیدي کلمو پلټنه وکړه. مونږ په دې اړه داسې کوم خبر ونه مونده چې ګواکې په دې وروستیو کې د پاکستان د پوځ موټر د ریموټ بم په واسطه په شمالي وزیرستان کې الوزول شوی وي.
پایله
د پورتنیو څېړنو څخه څرګنده شوه چې دا عکس پخوانی دی او د پاکستان پوځ پورې اړه نه لري. په دې وروستیو کې د پاکستان د پوځ موټر په وزیرستان کې پر ماین باندې نه دی الوزول شوی دی.

سرلیک: ایا په شمالي وزیرستان کې د پاکستان د پوځ موټر په دې وروستیو کې د طالبانو له خوا پر ماین الوزول شوی دی؟
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: False