په ایران کې له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند په تړاو پخوانی انځور شریک شوی

Partly False Political

په ټولنیزو رسنیو کې د یوه ایراني سرتېري له خوا له یوه افغان کډوال سره د ناوړه چلند د ادعا په تړاو یو عکس شریک شوی دی.  په عکس کې یو سړی لیدل کیږي چې په خوله کې د بوټانو په اچولو سره بل سړی ځوروي. 

تاسو کولی شئ لاندې فیسبوک پوسټ وګورئ:

فېسبوک آرشيف لینک

 د فیسبوک پوسټ ادعا کې راغلي چې په ایران کې له افغان کډوالو سره د ایرانیانو له خوا ناوړه چلند کیږي.

خو د فاکټ کرېسینډو موندنې ښیي چې عکس پخوانی دی.  دا عکس د ایراني پوځیانو له خوا د یوه افغان کډوال د ځورولو پورې تړاو نه لري.

د حقیقت پلټنه

مونږ د حقیقت موندنې لپاره پر نوموړي انځور د ګوګل برعکس پلټنه تر سره کړه. په پایله کې مو وموندله چې دا عکس پخوانی دی چې د افغان کډوال پورې تړاو نه لري. 

د ۲۰۱۶ کال د اکټوبر په ۱۹مه، JBC News او المدینه ویبپاڼو په ورته وخت کې دا عکس خپور کړی چې پکې ویل شوي ګواکې شیعه ګانو د یوه سني یرغمل په خوله کې څپلۍ اېښې.  دغه عکس د ۲۰۱۶ کال د اکتوبر په ۱۹مه د ځینو شیعه ویبپاڼو له خوا خپور شوی.  د دوو ویب پاڼو لخوا په خپاره شوي راپور کې دا هم ویل شوي چې د بندي کس د ژوندي پاتې کیدو یا مړینې په اړه جزئیات شتون نه لري.

Almadena News Archive Link

JBC News Archive Link

پایله

 له همدې امله، د پورتنۍ څیړنې څخه دا څرګندیږي چې د فیسبوک پوسټ ادعا ناسمه ده.  شریک شوی عکس پخوانی دی چې د کوم افغان وګړی یا کډوال پورې اړه نه لري.

Avatar

سرلیک: په ایران کې له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند په تړاو پخوانی انځور شریک شوی

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team 

پایله: Partly False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *