په دې وروستیو کې د امریکا پوځي الوتکه د کابل هوایي ډګر کې نه ده را ښکته شوې

False Military

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د امریکا د پوځي الوتکې یو پخوانی انځور خپور کړی دی. دوی ادعا کړې ده چې ګواکې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د امریکا پوځي الوتکه د کابل هوایي ډګر ته را ښکته شوې چې پکې پوځیان هم شته.

تر اوسه په دې اړه کوم کره خبر نه دی خپور شوی او نوموړی عکس هم پخوانی دی.

ادعا

د ټولنیزو رسنیو کاروونکو د امریکا د پوځ د یوې الوتکې انځور خپور کړی دی چې پوځیان هم پکې لیدل کیږي. دوی ادعا کوي چې ګواکې د امریکا پوځي الوتکه د کابل هوایي ډګر ته را ښکته شوې ده. 

د «مقدسه احمدزي» په نوم یوې فېسبوک پاڼې لیکلې: «تــازه خـبـر
د امـریـکایـې پـوځیانو الـوتکې همداوس د کـابل هـوايې مـیدان کـې ښـکته شوي او پوځیان هم پکې کې دي تر اوسه ۷ الوتکو ناسته کړي».

فېسبوک پسټ/آرشیف لېنک

حقیقت موندنه

تر اوسه هېڅ کومې رسنۍ دا خبر نه دی خپور کړی چې ګواکې د کابل په هوایي ډګر کې دې د امریکا پوځي الوتکه ناسته کړې وي او یا هم امریکایي پوځیان بېرته کابل ته راغلي وي. له بلې خوا مونږ د چورلکې پر دې انځور د ګوګل د تصویرونو برعکس پلټنه تر سره کړه.

په پایله کې مو وموندل چې دا انځور د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ میاشت پورې اړه لري. دا پوځیان منځني ختیځ ته د تللو په حال کې وو. 

دا انځور د ‘www.thesun.co.uk’ وېبپاڼې له خوا په ۲۰۲۰ کال کې له یو راپور سره خپور شوی دی. په خبري راپور کې راغلي چې د امریکا پخوانی ولسمشر ډانالډ ترمپ غواړي ۳۵۰۰ نور پوځیان منځني ختیځ ته ولیږي. 

د وېبپاڼې لېنک/آرشیف لېنک

پایله

له پورتنیو څېړنو څخه څرګندیږي چې دا انځور پخوانی دی او دا پوځیان منځني ختیځ ته په ۲۰۲۰ کال کې د تللو په حال کې وو. په دې وروستیو کې له افغانستان څخه د امریکایي پوځیانو تر وتلو وروسته کومه امریکایي پوځي الوتکه د کابل هوایي ډګر کې نه ده را ښکته شوې.

Avatar

سرلیک: په دې وروستیو کې د امریکا پوځي الوتکه د کابل هوایي ډګر کې نه ده را ښکته شوې

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team 

پایله: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *