
د ټولنیزو رسنیو یو شمیر کاروونکو د۲۰۲۱ کال د اکتوبر په ۴مه نیټه د دوشنبې په ورځ یو پست کړی وو چې په کې ادعا شوې ګواکې فېسبوک د یوه چینایي ماشوم له خوا هک شوی دی.
دوی د یوه ماشوم انځور هم خپور کړی او ادعا یې کړې چې د فېسبوک ۶ ساعته بندېدلو تر شاه د یوه ۱۳ کلن چینایي هلک لاس وو.
ادعا
د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو ادعا کړې چې ګنې فېسبوک، انسټاګرام او واټس آپ د یوه چینايي ۱۳ کلن ماشوم سون جیسو له خوا هک شوی دی. د فېسبوک پست په وینا، ۱۳ کلن سون جیسو وتوانید چې د فېسبوک مالک او د هغه اړوندو ایپونو ته شاوخوا ۷ ملیارد ډالره زیان ورسوي.
حقیقت موندنه
د فاکت کرېسیندو موندنې ښيي چې فېسبوک د ۶ ساعته بندیدلو پر مهال له هک کېدلو سره مخ شوی نه وو.
مونږ همدا راز پر نوموړی انځور د ګوګل پلټنه تر سره کړه. په پایله کې مو وموندله چې دا انځور د یوه چینايي هلک وانګ ژینګیانګ پورې اړه لري، نه د سون جیسو پورې.
په ورته مهال د فېسبوک تخنیکي ډله د۲۰۲۱ کال د اکتوبر په ۴مه نېټه یوه اعلامیه خپره کړه.
په اعلامیه کې فېسبوک د خپلو کاروونکو څخه د ۶ ساعته بندېدلو له امله بښنه غوښتې او ویلي چې دا موقت بندېدل د تخنیکي ستونزو او په روټرونو کې د بدلون له امله را منځ ته شوې وه.
د خپاره شوي عکس په اړه زموږ موندنې ښيي چې کاروونکو د چینايي ماشوم «وانګ ژینګ یانګ» یو پخوانی عکس خپور کړی دی.
د کاروونکو له خوا دا خپور شوی انځور د سون جیسو په نوم هلک پورې اړه نه لري. خپور شوی عکس د وانګ ژینګیانګ دی ، او په ۲۰۱۴ کال کې هغه ترټولو ځوان چینایی هکر نومول شوی وو.
نوموړی اوس شاوخوا ۲۰ کلن دی.
د نورو مالوماتو لوستلو لپاره:
یوې وېبپاڼې د نوموړي په اړه یو خبر خپور کړی دی. په خبر کې راغلی چې یو ۱۳ کلن ماشوم د ۲۰۱۴ کال د چین انټرنټ امنیت کنفرانس کې تر ټولو کوچنی هکر کاندید شوی دی. د وېبپاڼې له مخې، د دې ماشوم نوم وانګ ژینګیانګ دی.
پایله
فېسبوک په یوه اعلامیه کې ویلي چې د فېسبوک او هغه ته اړندو ایپونو بندېدل په روټرونو کې د تغییراتو راوړلو له امله وو. فېسبوک د چینايي ماشوم له خوا نه وو هک شوی.

سرلیک: فېسبوک د ۱۳ کلن چینایي ماشوم له خوا نه وو هک شوی
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: False