
د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو او پاڼو ویلي چې ګواکې د بادغیس ولایت د «افغانستان د ملي مقاومت جبهې» له خوا د طالبانو د واکمنۍ پر مهال سقوط شوی دی.
خو زمونږ موندنې ښيي چې دا خبر ناسم دی او د بادغیس ولایت د افغانستان ملي مقاومت جبهې لاس ته نه دی غورځېدلی.
ادعا
د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو او پاڼې د روان میلادي کال د جنورۍ په ۱۷مه ادعا کړې چې ګواکې د بادغیس ولایت د افغانستان ملي مقاومت جبهې کسانو لاس ته غورځېدلی دی.
تاسو کولی شئ چې دا فېسبوک پسټ وګورئ:

حقیقت موندنه
مونږ د حقیقت موندنې لپاره پر نوموړي انځورونو د ګوګل برعکس پلټنه تر سره کړه. زمونږ د پلټنې په پایله کې مالومه شوه چې دا انځورونه د بادغیس ولایت پورې تړاو نه لري.
لومړی انځور د بغلان ولایت اړوند د پلخمري چوک پورې اړه لري. تاسو کولی شئ چې د پلخمري د چوک انځور لاندې وګورئ:

دوهم انځور د کابل پورې اړه لري. دا انځور هغه مهال اخستل شوی دی چې څو ورځې وړاندې کابل کې یوه چاودنه را منځ ته شوه. دا انځور د «کلید» راډیو په وېبپاڼه کې خپور شوی دی.

درېیم انځور هم د بادغیس ولایت پورې اړه نه لري. دا انځور په فاریاب کې د وروستیو لاریونونو پورې تړاو لري. دا لاریونونه څو ورځې وړاندې د یوه ازبک طالب د نیونې له امله په فاریاب کې را منځ ته شوي وو. د دغو لاریونونو ځیني انځورونه په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي دي.
تاسو کولی شئ چې دا انځور دلته وګورئ:
له بلې خوا مونږ په ګوګل کې د کلیدي کلمو پلټنه وکړه خو داسې کوم خبر مو ونه مونده چې ګواکې د بادغیس ولایت دې سقوط کړی وي.
پایله
له پورتنیو څېړنو څخه څرګنديږي چې د بادغیس ولایت د طالبانو د واکمنۍ پر مهال سقوط نه دی کړی او نه هم د «افغانستان د مقاومت جبهې» کسانو ته په لاس ورغلی دی.

سرلیک: د بادغیس ولایت د افغانستان ملي مقاومت جبهې له خوا نه دی سقوط شوی
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: Misleading