ملا برادر نه دی مړ شوی
د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو ویلي چې ګنې ملا عبدالغني برادر مړ شوی دی. هغه له یو شمېر اوازو څخه وروسته په وېډیویي بڼه را څرګند شوی دی او د خپل مرګ اوازې یې رد کړي دي.
ادعا
د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر په ۱۲مه د ملا عبدالغني برادر انځور په خپرولو سره ادعا کړې ده چې ګنې هغه د طالبان د خپل منځي اختلافاتو په پایله کې ټپي شوی او وروسته بیا مړ شوی دی. د « تازه خبر» په نوم یوې فېسبوک پاڼې لیکلې: «تازہ خبر
تالبانو ته نږدي خلګو اطلاع راکړل چې ملا برادر مړ شو!
افغانی تالبان په هیڅ صورت دا نشې برداشت کولې چې د پاکستان د ISI مشر دي کابل ته لاړ شې او په پراخو خپو دي وګرزي ، تیره ورځ په همدي خاطره په ارګ کې د تالبانو په خپل منځ کې سخته جګړه وشوه ، د افغانی تالبانو له لوري ملابرادر سخت زخمې شو، او ورسته یه ساه ورکړه .»
له بلې خوا څخه یو شمېر نورو کاروونکو ویلي چې ګنې د طالبانو ویاند الجزیرې تلویزیون سره په مرکه کې د ملا برادر د مرګ خبر تایید کړی دی. خو الجزیرې داسې کوم راپور نه دی خپور کړی.
حقیقت موندنه
ملا برادر د کندهار له ملي تلویزیون سره په یوه وېډیویي مرکه کې خپل د مرګ اوازې رد کړي. هغه همدا راز ویلي چې د دوی تر منځ کوم خپل منځي اختلافات نه دی را منځ ته شوی.
د اسلامي امارت د رئیس الوزرا له مرستیال
— Ahmadullah Muttaqi (@Ahmadmuttaqi01) September 16, 2021
محترم ملابرادر اخند سره مرکه pic.twitter.com/YOEzc2z9Li
خو بي بي سي د طالبانو د دوو سرچینو له قوله په یو راپور کې لیکلې چې په ارګ کې د ملا برادر او خلیل حقاني تر منځ لفظي شخړه را منځ ته شوې وه چې له امله یې ملا برادر په خپګان کندهار ته ولاړ.
د بي بي سي راپور
ځینو کاروونکو بیا ویلي چې ګنې د انس حقاني او ملا برادر تر منځ شخړه را منځ ته شوې وه. خو انس حقاني په یوه وېډیو کې دا ادعا رد کړې ده.
وضاحت:
— Anas Haqqani(انس حقاني) (@AnasHaqqani313) September 15, 2021
اسلامي امارت د اسلامي ارزښتونو (اسلامیت) او افغاني ارزښتونو (افغانیت) نه ماتیدونکی واحد صف دی، په دا وروستیو کې د دښمنانو شوم تبلیغات ددې صف وحدت ته هیڅ زیان نشي رسولی.
درناوی pic.twitter.com/bskSYlMn8p
په لومړیو کې د طالبانو ویاند محمد نعیم د ملا برادر یو غږیز کلېپ یې نشر کړی وو. ښاغلی برادر په غږیز کلېپ کې د خپل مرګ خبره رد کړې وه خو خلکو د هغه کلېپ حقیقت په اړه شک درلود. تر هغه وروسته هغه په یو وېډیو کې را څرګند شو تر څو په دې اړه وضاحت ورکړي.
پایله
په ټولنیزو رسنیو کې هغه ادعا ناسم ده چې ګنې ملا عبدالغني برادر مړ شوی دی. هغه په یوه وېډیویي مرکه کې دا اوازې یې رد کړي دي.