ایا محب له خلیلزاد سره د امریکا سفارت کې لیدلي؟

Misleading Politics

په اسلام آباد کې یو پښتو خبریال طاهر خان په یوه تویت کې ویلي ګنې د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب له زلمي خلیلزاد سره د امریکا په سفارت کې لیدلي. په داسې حال کې چې ښاغلي خلیلزاد د ملي امنیت شورا په دفتر کې له حمدالله محب سره لیدلي او د امنیتي وضعیت او د سولې هڅو د پرمختګ په هکله یې خبرې اترې کړي.

ادعا

په اسلام آباد کې مېشت پښتو خبریال طاهر خان د ۲۰۲۰ زیږدیز کال د مارچ په ۷مه ادعا کړې چې د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد د ملي امنیت شورا د سلاکار حمدالله محب سره د امریکا په سفارت کې لیدلي. ده لیکلي: «وړاندې داسي ويلي کيدل امریکا دملي امنیت سلاکار حمدالله محب سرہ اړیکی شلولي دی ولی نن محب د سولې لپاره د امریکا له استازي خلیلزاد سرہ پہ امریکائی سفارت کی ولیدل.»

Two men sitting in chairs

Description automatically generated with medium confidence

د طاهرخان تویت

د طاهرخان د تویت لېنک

د پېښې ارزونه

مونږ د دې ادعا په اړه څېړنه وکړه او د ملي امنیت شورا د دفتر نور خبرونه مو له نظره تېر کړل. له څېړنې څخه وروسته دا مالومه شوه چې دغه ودانۍ د ملي امنیت شورا دفتر دی، نه د امریکا سفارت.

د ملي امنیت شورا په نورو خبرونو کې هم د ورته ځای عکس اخستل شوی دی چې د ملي امنیت شورا د دفتر ښکارندويي کوي. له بلې خوا څخه په دې عکس کې د امریکا بیرغ هېڅ نه لیدل کیږي.

A picture containing text, indoor, screenshot, several

Description automatically generated

د ملي امنیت شورا تویت

د ملي امنیت شورا د تویت لېنک

A picture containing text, indoor, screenshot, several

Description automatically generated

د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب یوه ناسته

د ملي امنیت شورا د تویت لېنک

له بلې خوا طاهرخان بیا په خپل تویت کې د دغې تېروتنې بښنه غوښتنې او په دې اړه یې وضاحت ورکړی دی. ده لیکلي: «ملاقات پہ ارگ کی شوی دی پہ سفارت کی نہ۔۔ ما غلطی کړی»

Graphical user interface, text, application

Description automatically generated

د طاهرخان تویت

د طاهر خان تویت لېنک

پایله

کومه ادعا چې په اسلام آباد کې مېشت پښتو خبریال طاهر خان د زلمي خلیلزاد او حمدالله محب د لیدنې ځای په اړه کړې، ناسم دی. حمدالله محب او زلمي خلیلزاد د ملي امنیت شورا په دفتر کې سره لېدلي، نه د امریکا په سفارت کې.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *