پخوانی عکس بيا په کابل درلمان کې  وروستي ډرون برید په څیر شريک شوی.

International Misleading

په ټولنیزو رسنیو کې يو عکس له دې ادعا  شریک شوي چې  دا شریک شوی عکس د وروستي ډرون برید څخه دی چې د افغانستان په پلازمینه کابل کې درلمان کې شوی و.

تاسو کولی شئ لاندې د فیسبوک پوسټ وګورئ؛

فېسبوک پوسټ  آرشيف لینک 

د فیسبوک پوسټ له مخې کابل درلمان کي ډرون حمله وشوه.

په هرصورت، د فیکټ کریسینډو موندنې ښیي چې  یو پخوانی او بې تړاوه عکس د ټولنیزو رسنیو کاروونکو لخوا  ډرون برید له جعلي اديه سره شریک شوی.

 د حقیقت معاینه

په شریک شوي عکس کې د ګوګل د عکس العمل لټون پلي کولو سره خپله څیړنه پیل کړه ترڅو د شریک شوي عکس او پر فېسبوک خپور شويو ادعاګانې ترشا حقیقت ومومي. د پلټنو په ترڅ کې مو وموندله چې په ټولنیزو رسنیو کې شریک شوي عکس پخوانی دی او په ټولنیزو رسنیو شويو ادعاوو سره کوم تړاو نه لري. 

زموږ د پلټنو په ترځ کې موږ وموندله  چې شریک شوی عکس په کابل کې شوې کومې وروستي ډرون  بريد څخه نه دی. ورته عکس د ۲۰۱۵  کال د اګست په مياشت کې  د ۱TvnewsAF په نوم د ویب پاڼې لخوا په  خپور شوی و.  د خپرې شوې مقالې له مخې ورته عکس په کابل کې شوې يو پخواني ځانمرګي برید پېښې څخه و. 

ټوېټر لینک آرشيف لینک  

 له همدې امله دا روښانه ده چې پخوانی عکس د ټولنیزو رسنیو کاروونکو ګمراه کولو لپاره شریک شوی دی. شریک شوي عکس په کابل کې شوې کومې وروستي ډرون برید سره تړاو نه لري  لکه څنګه چې پر فېسبوک پوسټ ادعا شوې ده.  

 پایله

نو له پورتني پلټنو څخه څرګنده شوه چې د فیسبوک پوسټ ګمراه کوونکی دی ځکه چې شريک شوی عکس پخوانی دې  او د کومې ادعا شوې پیښې سره تړاو نه لري.

Avatar

سرلیک: پخوانی عکس بيا په کابل درلمان کې  وروستي ډرون برید په څیر شريک شوی.

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team 

پایله: False

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *