
د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو ویلي چې ګواکې د پاکستان د استخباراتو مشر جنرال فیض حمید په کابل کې وژل شوی دی.
د فاکت کرېسیندو موندنې ښيي چې هغه ژوندی دی او د مرګ اوازې یې ناسم دي.
ادعا
د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د روان میلادي کال د اکټوبر په ۱۷مه لیکلي دي چې ګواکې د پاکستان د استخباراتو مشر جنرال فیض حمید کابل کې وژل شوی دی. د فېسبوک پست ادعا له مخې، فیض حمید هغه مهال وژل شوی دی چې د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو ورځو کې کابل ته راغلی وو.
یو بل فېسبوک کاروونکی هم ورته ادعا یې کړې ده. د ده په خبره چې ګواکې دا خبر د پاکستاني رسنیو له خوا تایید شوی دی خو پاکستاني رسنیو د فیض حمید مرګ په تړاو کوم خبر نه دی خپور کړی.
حقیقت موندنه
زمونږ د موندنو پر اساس، جنرال فیض حمید کابل ته تر سفر وروسته نه دی وژل شوی. هغه اوسمهال په پاکستان کې اوسیږي چې روغ رمټ دی. پاکستاني رسنیو د روان میلادي کال د اکټوبر په ۱۸مه خبر خپور کړی چې جنرال قمر باجوه له فیض حمید سره له نږدې لیدلي.
پاکستانۍ خبریالې اقرا ناصر د دغې لیدنې تازه انځور په یو تویت کې خپور کړی چې پکې فیض حمید هم لیدل کیږي.
د ‘dawn.com’ په نوم خبري وېبپاڼه هم د دغې لیدنې په اړه یو راپور خپور کړی دی.
پورتنی انځور د فیض حمید یو تازه انځور دی چې دوه ورځې وړاندې اخستل شوی دی.
پایله
په ټولنیزو رسنیو کې هغه خبر ناسم دی چې ګواکې د پاکستان د استخباراتو مشر جنرال فیض حمید په کابل کې وژل شوی دی. پاکستاني رسنیو د جنرال قمر باجوه او د هغه تازه لیدنې په اړه راپورونه خپاره کړي دي چې دوه ورځې وړاندې یې له یو بل سره لیدلي.

سرلیک: د «ای اېس ای» مشر جنرال فیض حمید نه دی وژل شوی
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: False