په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې په پراخه کچه داسې ادعاوې کېږي چې افغان ولسمشر اشرف غني سخت ناروغ دی.

تاسو کولی شئ لاندې د فیسبوک ادعا وګورئ:

فېسبوک لینک آرشيف لینک

د ټولنیزو رسنیو پوسټ ادعا کوي "پخوانى ولسمشر سخت مريض دى”.

په هرصورت، د فیکټ کریسینډو موندنې ښیي چې د ټولنیزو رسنیو ادعاګانې جعلي دي او په ټولنیزو رسنیو کې پخواني عکسونه شریک شوي.

د حقیقت معاینه

د ټولنیزو رسنیو د ادعاوو او شریک شوي عکسونو تر شا د حقیقت موندلو لپاره موږ لومړی د ګوګل په دواړو شریک شوي عکسونو باندې د عکس العمل لټون وکړ او وموندله چې پخواني عکسونه د پخواني ولسمشر اشرف غني د ناروغتیا غلط ادعا سره شریک شوي.

مونږ پر شريک شوي عکسونو باندې باندې د ګوګل برعکس پلټنه تر سره کړه او وموندله چې دا عکسونه پخواني دي او په ۱۳۹۳ هجري لمریز کال کال کې د عقرب په میاشت کې اخستل شوي. هغه مهال چې ښاغلی غني د عاشورا په ورځ له خپل دوهم مرستیال سرور دانش سره د وینې ورکولو لپاره د وینې بانک ته تللی وو.

تاسو کولی شئ چې په دې اړه د «فارس نیوز» دا راپور په فارسي ژبه ولولئ:

فارس نیوز آرشيف لینک

له بلې خوا مونږ په دې اړه د ګوګل کلیدي کلمو پلټنه تر سره کړه خو داسې کوم راپور یا خبر مو ونه مونده چې د ښاغلي غني سخت ناروغي په باره هېڅ راپورونه نشته.

پایله

له پورتنیو څېړنو څخه څرګندیږي چې په ټولنیزو رسنيو پخواني دي او له ناسم ادعا سره شريک شوي. دا عکسونه هغه مهال اخستل شوي دي چې محمد اشرف غني د عاشورا پر ورځ د وینې ورکولو لپاره د وینې بانک ته تللی وو.