پخواني او بې تړاوه عکسونه بیا په جومات کې وروستي  چاودنې په توګه شریک شوي.

International Misleading

په  ټولنیزو رسنیو کې ځینې عکسونه له دې ادعا سره  خپاره شوي چې په هېواد  کې په یوه جومات کې پر عبادت کوونکو درنه چاودنه شوې ده او په دې پېښه کې ډېر کسان وژل شوي.

تاسو کولی شئ لاندې د فیسبوک ځینې ادعاګانې وګورئ:

فېسبوک  آرشيف لینک

په ټولنیزو رسنیو فېسبوک پوسټ ادعا کوي چې په افغنستان  کې په یوه جومات کې پر عبادت کوونکو درنه چاودنه شوې ده.

 په هرصورت، د فیکټ کریسینډو موندنې ښیي چې په ټولنیزو رسنیو کې يو پخواني عکس د وروستي ترهګري بريد په تړاو شريک شوی.

د حقیقت معاینه

د ټولنیزو رسنیو د ادعاوو او شریک شویو عکسونو تر شا د حقیقت موندلو لپاره، موږ لومړی په انټرنیټ کې کلیدي کلمې ولټوو ترڅو د وروستي چاودنې يا بريد خبر تایید کړي. خو داسې کومې پېښې په اړه کوم رسنۍ راپورونه نشته. 

د نورو پلټنو لپاره، موږ په شریک شوي عکسونو کې د ګوګل د عکس العمل لټون پلي کړ او وموندله چې ټول شریک شوي عکسونه پخواني دي او کومې  وروستي چاودنې سره تړاو نه لري.

لومړی عکس:

ګوګل د ریورس عکس لټون په پلي کولو سره، موږ وموندله چې دا  عکس پخوانی دی او د بلوچستان پوسټ له خوا د خپرې شوې یوې مقالې له مخې، شریک شوی عکس د ۲۰۱۸ کال د مې په میاشت کې د افغانستان په خوست ولایت کې په یوه جومات کې له چاودنې وروسته د لسګونو کسانو د وژل کېدو وروسته اخیستل شوی.

The Balochistan Post  Archived Link 

دوهم عکس:

 ګوګل د ریورس عکس لټون په پلي کولو سره، موږ وموندله چې شریک شوی عکس پر جومات شوي کومې بريد څخه نه دی. ورته عکس د ۲۰۱۵  کال د اګست په مياشت کې  د ۱TvnewsAF په نوم د ویب پاڼې لخوا په  خپور شوی و.  د خپرې شوې مقالې له مخې ورته عکس په کابل کې شوې يو پخواني ځانمرګي برید پېښې څخه و. 

ټوېټر لینک  آرشيف لینک 

دریم عکس:

دریم عکس هم پخوانی دی او د ۲۰۱۹ کال د می په ۸ نیټه د افغانستان د پلازمینې کابل په یوه لوړ پوړی سیمه کې د یوه نړیوال مرستندویه سازمان د موټر بم برید څخه وروسته اخیستل شوی.

Ava Press   Archived Link 

 پایله

نو له همدې امله نو له پورته څېړنو څخه څرګنده شوه چې د ټولنیزو رسنیو ادعاوې ناسمې دي او په فیسبوک کې پخواني عکسونه په جومات کې وروستي برید له جعلي ادعاګانوشریک شوي دي.

Avatar

سرلیک: پخواني او بې تړاوه عکسونه بیا په جومات کې وروستي  چاودنې په توګه شریک شوي.

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team 

پایله: Misleading

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *