
په ټولنیزو رسنیو کې پر طاعون د یوه اخته سړی انځور خپور شوی او ادعا شوې ګواکې هغه قرآن کریم ته د سپکاوي له امله مړ شوی دی.
فېسبوک پوسټ ادعا کې راغلي:
«هغه مردار مخی فرانسوي کافر چې قران کريم يې سوځولوی وه د ډېرو دردونه پس مردار شو.»
دا فېسبوک پسټ کولای شئ چې په لاندې لېنک کې وګورئ:
حقیقت موندنه
مونږ د دې ادعا په تړاو په دواړو انځورونو باندې د ګوګل عکسونو پلټنه تر سره کړه. مونږ وموندله چې دا دواړه انځورونه د دوو جلا جلا کسانو پوې تړاو لري.
دواړه عکسونه د دوو مختلف کسانو پوې اړه لري.
راځئ د دغو دواړو عکسونو پر حقیقت باندې ځان خبر کړو:
لومړی عکس:
لومړی عکس د ناروي د یوه تن اوسیدونکي پورې تړاو لري چې د لاریون په ترڅ کې یې قرآن کریم سوځولی وو. دا کس د فرانسې پورې اړه نه لري، هغه څه چې په فېسبوک پسټ کې ادعا شوې ده.
د راپورونو له مخې، د ناروې يوې موسسې مشرلارس تورسن د لاريون پرمهال د قران کريم دوه نسخې سوځولي وو او د مذهبي متن (قرآن کريم) دوه نسخې يې په کثافاتو کې اچولی وو.
د دې پېښې په اړه د نورو مالوماتو لپاره لاندې لېنک وګورئ:
دوهم عکس:
دوهم عکس د یوه بل کس پورې تړاو لري چې ګیلورډ نومیږي. دا سړی د امریکا متحده ایالاتونو د اوریګون اوسېدونکی دی چې د بوبونک په طاعون باندې اخته شوی وو.
ګیلورډ د ۲۰۱۲ کال په جون مياشت کې د طاعون سخت مرض له امله په روغتون کې بستر شو. هغه پر دې مرض د پیشو په واسطه اخته شوی وو.
په دې اړه د لا نورو مالوماتو لپاره کولای شئ چې لاندې لېنک وګورئ:
د طاعون تور مرګ په ۱۴مه پیړۍ کې په ټوله اروپا کې خپور شو او د اروپا نږدې نیمایي نفوس یې له مینځه یوړل. په ۲۱مه پیړۍ کې د بوبونک طاعون ځینې پیښې رامینځته شوي او ځینې خلک حتی ژوندي پاتې شوي دي.
تاسو کولی شئ لاندې خبر کې د تور مرګ طاعون په اړه نور مالومات ولولئ:
پایله
له پورتنیو څېړنو څخه څرګندیږي چې دا دوه انځورونه د دوو جلا جلا کسانو پورې اړه لري. په بوبونک طاعون اخته سړی هغه سړی نه دی چې په ناروې کې یې په یوه لاریون کې قرآن سوځولی وو.

سرلیک: پر طاعون د یوه اخته سړي انځور د قرآن کریم د سوځوونکی کس په توګه خپور شوی دی
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: Misleading