پر طاعون د یوه اخته سړي انځور د قرآن کریم د سوځوونکی کس په توګه خپور شوی دی

International Misleading

په ټولنیزو رسنیو کې پر طاعون د یوه اخته سړی انځور خپور شوی او ادعا شوې ګواکې هغه قرآن کریم ته د سپکاوي له امله مړ شوی دی.

فېسبوک پوسټ ادعا کې راغلي: 

«هغه مردار مخی فرانسوي کافر چې قران کريم يې سوځولوی وه د ډېرو دردونه پس مردار شو.»

دا فېسبوک پسټ کولای شئ چې په لاندې لېنک کې وګورئ:

Facebook Archive link

حقیقت موندنه

مونږ د دې ادعا په تړاو په دواړو انځورونو باندې د ګوګل عکسونو پلټنه تر سره کړه. مونږ وموندله چې دا دواړه انځورونه د دوو جلا جلا کسانو پوې تړاو لري. 

دواړه عکسونه د دوو مختلف کسانو پوې اړه لري. 

راځئ د دغو دواړو عکسونو پر حقیقت باندې ځان خبر کړو:

لومړی عکس:

لومړی عکس د ناروي د یوه تن اوسیدونکي پورې تړاو لري چې د لاریون په ترڅ کې یې قرآن کریم سوځولی وو. دا کس د فرانسې پورې اړه نه لري، هغه څه چې په فېسبوک پسټ کې ادعا شوې ده. 

د راپورونو له مخې، د ناروې يوې موسسې مشرلارس تورسن د لاريون پرمهال د قران کريم دوه نسخې سوځولي وو او د مذهبي متن (قرآن کريم) دوه نسخې يې په کثافاتو کې اچولی وو.

 

د دې پېښې په اړه د نورو مالوماتو لپاره لاندې لېنک وګورئ:

Ifpnews Archive

TheNews. Archive

دوهم عکس:

دوهم عکس د یوه بل کس پورې تړاو لري چې ګیلورډ نومیږي. دا سړی د امریکا متحده ایالاتونو د اوریګون اوسېدونکی دی چې د بوبونک په طاعون باندې اخته شوی وو.

 

ګیلورډ د ۲۰۱۲ کال په جون  مياشت کې د طاعون سخت مرض له امله په روغتون کې بستر شو. هغه پر دې مرض د پیشو په واسطه اخته شوی وو.

په دې اړه د لا نورو مالوماتو لپاره کولای شئ چې لاندې لېنک وګورئ:

The Guardian Archive link

The sun Archive link

د طاعون تور مرګ په ۱۴مه پیړۍ کې په ټوله اروپا کې خپور شو او د اروپا نږدې نیمایي نفوس یې له مینځه یوړل. په ۲۱مه پیړۍ کې د بوبونک طاعون ځینې پیښې رامینځته شوي او ځینې خلک حتی ژوندي پاتې شوي دي.

   

تاسو کولی شئ لاندې خبر کې د تور مرګ طاعون په اړه نور مالومات ولولئ:

Wikipedia Black death Archive

link 1 Archive

پایله

له پورتنیو څېړنو څخه څرګندیږي چې دا دوه انځورونه د دوو جلا جلا کسانو پورې اړه لري. په بوبونک طاعون  اخته سړی هغه سړی نه دی چې په ناروې کې  یې په یوه لاریون کې قرآن سوځولی وو.

Avatar

سرلیک: پر طاعون د یوه اخته سړي انځور د قرآن کریم د سوځوونکی کس په توګه خپور شوی دی

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team 

پایله: Misleading

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *