د یوولسم اکتوبر قامي عدالت جرګه به څه ډول او چېرته ترسره شي؟ د دې جرګې او حرکت مشري څوک کوي؟ آیا د یوولسم اکتوبر قامي عدالت جرګه به په خپل ټاکلي وخت وشي؟ د پاکستان حکومت یې ولې مخالفت کوي؟ دې جرګې ته په افغانستان کې د طالبانو د حکومت څه غبرګون دی؟

د پښتون ژغورنې غورځنګ (PTM) او د را تلونکي یوولسم اکتوبر قامي عدالت لوی جرګې په اړه پورته او نورو اساسي پوښتنو ته فکټ کریسنډو په دې (explainer) کې مالومات وړاندې کړي دي.

په خېبر پښتونخوا کې په یوولسم اکتوبر کومه جرګه کیږي؟

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین، چې د پښتنو قامي عدالت جرګې مشري هم کوي، ویلي چې په خېبر پښتونخوا کې به د ۲۰۲۴ کال روانې اکتوبر میاشتې په یوولسمه، دولسمه او دیارلسمه نېټه یوه ستره ولسي جرګه کیږي. منظور احمد پښتین دغې سترې جرګې ته د پښتنو قامي عدالت جرګې نوم ورکړی، چې ټاکل شوې ده، د پښتنو قامي عدالت په نوم دغې جرګې ته، د خیبر پښتونخوا، بلوچستان او نورو مختلفو پشتون میشتو سیمو پښتانه مشران، سیاسي فعالان، د پښتنو خواخوږي او نورو کسان بلل شوي دي.

د یوولسم اکتوبر سترې جرګې خبرې وروسته له هغې ډېرې تودې شوې، کله چې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر یو مهم غړي او ټولنیز فعال ګیلامن وزیر د ۲۰۲۴ کال جولای میاشتې په ۷مه نېټه پاکستان اسلام اباد کې د یو ډله کسانو لخوا لومړی مرګونی برید وشو او بیا څلور ورځې وروسته یې د مرګ اعلان وشو.

منظور احمد پښتین د پښتنو قامي عدالت د جرګې راغوښتلو خبره هم د ګیلامن وزیر د جنازې په مراسمو کې کړې وه، چې په وینا یې، په دې جرګه کې به د دې پرېکړه کېږي، چې پښتانه پاکستان کې د خپلو ورکو، او ترور شویو خلکو او د خپلو حقونو ترلاسه کولو لپاره کومه لار غوره کوي.

په جرګه کې به د اجنډا له مخې اساسي فعالیتونه او کړنې څه وي او څه ډول به دا جرګه را ټولیږي؟

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین د جولای میاشتې په ۷مه نېټه د ګیلامن وزیر دجنازې مراسمو کې زرګونو راټولو شویو کسانو ته په خپله وینا کې ویلي وو، چېې یاده جرګه به په یو لوی میدان کې، چې هلته به ۳۰ یا ۴۰ زره نماینده کسان راټولیږي ترسره کړي. د ده په خبره په دې جرګه کې به یو لوی سکرین باندې پر پښتنو شوي ظلمونه، ستونزې او د هغوی وسایل وړاندې کوي، تر څو پښتانه له هغه څه خبر شي، چې دوی سره څه روان دي او له هغه هم خبر شي، چې دوی څه لري.

د ګیلامن وزیر د جنازې مراسمو پر مهال د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین ټوله وینا په لاندې ویډیو کې کتلی شئ:


د پاکستان حکومت د دې جرګې مخالفت ولې کوي، او ایا په یوولسم اکتوبر به جرګه ترسره شي؟

دا چې د جرګې د راټولېدو ورځې رانږدې شوې نو ورسره سم د پاکستان د کورنيو چارو وزارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ يې د ممنوعه سازمانونو په لیست کې شامل کړی دی. په د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په خپره شوې اعلاميې کې راغلي چې دغه غورځنګ د سولې ضد فعاليتونو کې تورن دی، ځکه نو د پاکستان دولت د ۱۹۹۷ کال د ترهګرۍ ضد قانون د ۱۱مې B مادې پر بنسټ د دغه حرکت یا غورځنګ فعاليتونه غير قانوني بللي او په ممنوعه سازمانونو کې يې شامل کړی دی. باید یاده شي، چې تر دې وړاندې هم د خيبر پښتونخوا سیمې پوليسو د خيبر د جمرود سيمې په رېګي للمه ميدان کې د د پښتون ژغورنې غورځنګ د راتلونکې یوولسم اکتوبر جرګې لپاره پر لږول شویو خیمو یا کيمپ بريد کړی وو.


خو بیرته بیا د دغه غورځنګ غړو او مشرتابه د پاکستان د کورنیو چارو وزارت اعلامیې ته په غبرګون کې وویل، چې د هر ډول بنديزونو سره - سره به جرګه کوي او د جرګې پرېکړه به عملي کوي. د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د کورنیو چارو وزارت له اعلامیې وروسته هم پر خپل ایکس اکونټ فعالیت جاری ساتلی او د یوولسم اکتوبر د خامخا کېدو پیغامونه ورکوي.



د یووولسم اکتوبر قامي عدالت جرګې ته په افغانستان کې د طالبانو د حکومت غبرګون څه دی؟

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د ویاند له لوري پر اېکس پاڼه یو اعلامیه خپره شوې ده، چې په مشخص ډول یې د پښتنو قامي عدالت یوولسم اکتوبر جرګې نوم ندی اخیستی خو دې جرګې او په پاکستان کې روانو کړکېچنو حالاتو ته یې په اشارې ویلي، چې، پاکستان کې د وروستي وضعیت او په دې هېواد کې د حکومت او سیاسي مخالفینو د پلویانو ترمنځ ترینګلتیا د اندېښڼې وړ کچې ته رسېدلې ده او په خبره یې، دوام به یې پر ټوله سیمه منفي اغېز ولري.


یادوونه: ایا د فکټ کریسنډو د دې ایکسپلینر، کوم انځور، ویډیو، یا ادعا ډیلیټ شوې ده؟ موږ یې سکرین شاټونه ارشیف کړي دي چې (دلته) یې پیدا کولی شئ.