
د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د قطر د مذاکراتو یو پخوانی انځور خپور کړی دی. دوی ادعا کړې چې ګواکې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د پخواني حکومت د ملي امنیت شورا له رییس حمدالله محب سره په ایران کې لیدلي.
خو زمونږ موندنې ښيي چې دا انځور فوتوشاپ شوی دی او ښاغلی متقي له حمدالله محب سره نه دي لیدلي.
تاسو کولی شئ لاندې فېسبوک پوسټ وګورئ:

د فیسبوک پسټ په ادعا کې لیکل شوي: «نن افغانستان بهرنيو چارو وزير امير خان متقى په ايران کى اشرف غنى ځانګړي استازى حمد الله محب سره ليدلى دى.
خبرى په دى شوى دى، چى اشرف غنى په ډير ژر پخواني چارواكو سره وطن ته راشى
دغه خبر الجزيرې نړيوالي شبکى خپره کړى ده».
راځئ چې د ادعا او شریک شوي عکس تر شا حقیقت ومومو:
حقیقت موندنه
مونږ د حقیقت موندلو لپاره پر نوموړي انځور د ګوګل برعکس پلټنه تر سره کړه. زمونږ د څېړنو په پایله کې مالومه شوه چې دا عکس اصلي نه دی بلکې په ډیجیټلي توګه اېډیټ شوی دی.
تاسو کولی شئ چې اصلي او فوتوشاپ شوی عکس لاندې وګورئ:
اصلي عکس؛

فوتوشاپ شوی عکس:

دلته په روښانه توګه ښکاري چې د حمدالله محب انځور په اصلي عکس کې فوتوشاپ شوی دی. ښاغلی حمدالله محب د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګست تر ۱۵مې پورې د ملي امنیت شورا سلاکار وو.

اصلي عکس په ۲۰۱۹ کال کې د قطر په دوحه کې د افغان سولې د خبرو پر مهال اخیستل شوی و، کله چې طالبانو له امریکا سره د سولې په خبرو کې ګډون کړی و.

تاسو کولی شئ په دې اړه نور جزیات د لاندې لېنکونو له لارې ولولئ:
مونږ د دې تر څنګ، د ګوګل د کلیدي کلماتو پلټنه هم وکړه خو داسې څه مو ونه مونده چې ګواکې ښاغلی امیر خان متقي له حمدالله محب سره لیدلی وي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر څو ورځې وړاندې له محمد اسماعیل خان او د «افغانستان مقاومت جبهې» له مشر احمد مسعود سره په تهران کې لیدلی وو. په دې لیدنه کې ښاغلی محب ګډون نه وو کړی.
له بلې خوا د الجزیرې تلویزیون د حمدالله محب او امیر خان متقي د لیدنې داسې کوم خبر نه دی خپور کړی، هغه څه چې په فېسبوک پسټ کې ادعا شوې ده.
پایله:
له پورتنیو څېړنو څخه څرګنده شوه چې امیرخان متقي له حمدالله محب سره په دې وروستیو کې نه دی لیدلی.
دا عکس فوتوشاپ شوی دی. ښاغلی متقي څو ورځې وړاندې له محمد اسماعیل خان او احمد مسعود سره په تهران کې لیدلي وو.

سرلیک: په دوحه کې د افغان سولې د خبرو یو بدل شوی عکس د امیرخان متقي او حمدالله محب تر منځ د وروستۍ ناستې په څېر شریک شوی دی.
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: False