پاکستان ته د غني پټ سفر، سم که ناسم؟

Explainer Politics

یو شمېر پاکستاني رسنۍ راپور ورکړی دی چې ولسمشر محمد اشرف غني پاکستان ته پټ سفر کړی دی.

ادعا

پاکستاني خبریال او د پاکستان د دنیا ټلویزیون رییس کامران خان د ۱۴۰۰ هجري لمریز کال د ثور په ۹مه ویلي چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني څو میاشتې وړاندې پاکستان ته پټ سفر کړی دی. ښاغلي کامران په خپل تویتر کې لیکلي: «ولسمشر غني د پاکستان په چکلاله هوايي ډګر کې له جنرال قمر باجوه سره په الوتکه کې لیدلي. ښاغلی غني له الوتکې څخه نه وو کوز شوی». د کامران تویت له مخې، دا پټ لیدنه د غني انتخاب وو.

Text

Description automatically generated

د پاکستاني خبریال کامران خان تویت

تویتر لېنک \ آرشیف لېنک

کابل نیوز هم د پاکستاني رسنیو په حواله لیکلي: «ولسمشر غني له پاکستان سره د اړیکو رغولو لپاره دغه هیواد ته څو ځله نا اعلان شوي سفرونه کړي.»

A group of men walking down a street

Description automatically generated with low confidence

تویتر لېنک \ آرشیف لېنک

حقیقت موندنه

د حکومت د رسنیو او مالوماتو مرکز رییس دوا خان مینه پال او د ولسمشر د ویاند مرستیالې فاطمې مورچل دا ادعاوې رد کړي  خو د پاکستان فوځ او حکومت د ولمسشر غني سفر په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي. له بلې خوا څخه کامران خان د دغه سفر کره نېټه نه ده ښودلې او یوازې یې ویلي چې څو میاشتې وړاندې دا پټ سفر تر سره شوی دی.

ښاغلي مینه پال په خپل تویتر کې لیکلي: «سره د دې چې نااعلان شوي سفرونه د هیوادونو د جمهور رئیسانو له لوري عام دي او زیاتره وخت د بېلابېلو لاملونو له مخې ترسره کېږي، خو جمهور رئیس غني د ۲۰۱۹ کال د جون نه وروسته پاکستان ته نه اعلان شوی سفر کړی او نه نااعلان شوی.»

Graphical user interface, application

Description automatically generated

د دوا خان مینه پال تویتر

تویتر لېنک \ آرشیف لېنک

په ورته وخت کې د ولسمشر غني د ویاند مرستیالې فاطمې مورچل ویلي چې پاکستان ته د ولسمشر غني وروستی سفر د جون په میاشت کې وو. د دې په خبره، چې تر دې نېټې وروسته ښاغلي غني پاکستان ته کوم سفر نه دی کړی.

Graphical user interface, text, application, chat or text message

Description automatically generated

د فاطمې مورچل تویت

تویتر لېنک \ آرشیف لېنک

پایله

د ولسمشر غني د ویاند مرستیاله فاطمه مورچل او د حکومت د رسنیو مرکز دوا جان مینه پال ویلي چې ولسمشر غني پاکستان ته له ۲۰۱۹ کال څخه وروسته کوم سفر نه دی کړی. د دوی په خبره، د ښاغلي غني وروستی سفر د ۲۰۱۹ کال د جون په میاشت کې وو.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *