
ادعا
په ټولنیزو رسنیو کې د فیسبوک یو پوسټ په پراخه کچه شريک شوی چې ادعا کوي ګواکې افغان سندرغاړې اریانا سعید په امریکا کې د دوو افغانانو له خوا د جنسي زورونې سره مخ شوې ده.
تاسو کولی شئ لاندې فیسبوک پوسټ وګورئ:

د فیسبوک پوسټ ادعا کې لیکل شوې ده چې ګواکې افغان سندرغاړې اریانا سعید باندې په امریکا کې جنسي تېری شوی او د جنسي ځورونې سره مخ شوې ده.
حقیقت موندنه
مونږ د دې ادعا په تړاو په ګوګل کې د کلیدي کلمو پلټنه تر سره کړه تر څو مالومه کړو چې ایا په رښتیا هم اریانا سعید سره د جنسي زورونې سره مخ شوې ده او که نه. د پلټنې په پایله کې مو هېڅ کوم مستند راپور ونه مونده.
مونږ پر دې سربېره، د اغلې اریانا سعید فېسبوک پاڼې ته هم ورغلو. نوموړې په خپله پاڼه کې په دې تړاو څه نه دي ویلي.




تاسو کولی شئ لاندې په ټولنیزو رسنیو کې د نوموړي فعالیت وګورئ چې ښکاري هغه اوس هم فعاله ده.
Aryana Sayeed Facebook profile Archive
Aryana Sayeed Instagram profile Archive
نو له دې څخه ښکاري چې پر اریانا سعید د جنسي تیري او ځورولو ادعاوې ناسم او بې بنسټې دي.
پایله
له پورتنیو څېړنو څخه څرګندیږي چې د فېسبوک پسټ ادعا د اریانا سعید په تړاو سم نه ده. اریانا سعید په دې وروستیو کې د جنسي تیري او یا تاوتریخوالي سره مخ شوې نه ده.

سرلیک: افغان سندرغاړې اریانا سعید په دې وروستیو کې له جنسي زورونې سره مخ شوې نه ده
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: False