د پاکستان د ولسمشر پرویز مشرف جسد له دوبۍ څخه پاکستان ته رسيدلو په ادعا یو ناڅرګند عکس شریک شوی.

International Misleading

د پاکستان پخوانی سیاستوال او ولسمشر جنرال پروېز مشرف د ۲۰۲۳ کال د فبرورۍ په ۵ مه په دوبۍ کې له اوږدې ناروغۍ وروسته مړ شو.

د بي بي سي د خبر له مخې، د مرحوم پروېز مشرف جنازه د ۲۰۲۳ کال د فبرورۍ په ۷ مه نېټه وروسته له هغه ترسره شوه، چې د هغه مړی له دوبۍ څخه بېرته پاکستان ته راوړل شو او د پخواني ولسمشر په جنازه کې زرګونه کسانو ګډون کړی وو.

په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې د یوه  جسد عکس له دې ادعا سره  خپور شوی چې د پخواني ولسمشر جسد پاکستان ته رسیدلی.

 

تاسو کولی شئ لاندې ورته یو فیسبوک پوسټ وګورئ

فېسبوک پوسټ  آرشيف لینک 

 په ټولنیزو رسنیو کې ادعا شوې ده ‘د مشرف جسد له دبۍ څخه پاکستان ته رسیدلی دی.’

په هرصورت، د فیکټ کریسینډو موندنې ښیي چې د ټولنیزو رسنیو ادعاګانې ګمراه کونکي دي ځکه چې یو پخوانی او غیر اړونده عکس د غلطو ادعاګانو سره شریک شوی.

 د حقیقت معاینه

  

دا سمه ده چې د پاکستان پخوانی ولسمشر جنرال پروېز مشرف د ۲۰۲۳ کال د فبرورۍ پر پنځمه په دوبۍ کې له اوږدې ناروغۍ وروسته مړ شو.

 

له همدې امله موږ  خپلې پلټنې پیل کړې ترڅو د هغه عکس تر شاه حقيقت ومومي کوم چې په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې شریک شوی.  د ګوګل ریورس عکس لټون پلي کولو سره موږ وموندله چې دا عکس د جنرال پرویز مشرف د جسد نه دی.  شریک شوی عکس پخوانی دی د ټولنیزو رسنیو د ادعاوو سره تړاو نه لري.

د ګوګل د عکس العمل په پلي کولو سره، موږ وموندله چې ورته عکس د BleedGreen.Pk په نوم د ټویټر هینډل لخوا خپور شوی او ټویټ یې یادونه کړې: ‘د ارشد شریف میات همدا اوس پاکستان ته راورسید.’

https://twitter.com/bleedgreenarmy/status/1584839486332338176

آرشيف لینک

موږ د مرحوم ارشد شریف په اړه نور لټون وکړ.  موږ وموندله چې ارشد شریف یو پاکستانی ژورنالیست و چې د ۲۰۲۲کال  د  اکتوبر په ۲۳ مه  په کینیا کې د پولیسو لخوا په ډزو ووژل شو.

BBC  آرشيف لینک 

 پایله

 له همدې امله له پورتني پلټنو څخه څرګنده شوه چې بې تړاوه انځور شریک شوی، دا عکس د پاکستان د پخواني ولسمشر شهباز شریف د جنازې نه دی.

Avatar

سرلیک: د پاکستان د ولسمشر پرویز مشرف جسد له دوبۍ څخه پاکستان ته رسيدلو په ادعا یو ناڅرګند عکس شریک شوی.

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team 

پایله: Misleading

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *