
له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو له وتلو او د طالبان د واکمنۍ له پیلېدو راهیسې دا هېواد له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دی. په دې وروستیو کې د امریکا او روسیې تر منځ هم د اوکراین پر سر ناندرۍ روانې دي.
پر اوکراین باندې د روسیې احتمالي برید په غبرګون کې د امریکایي ځواکونو د تللو انځورونه په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د بېرته راتګ په توګه خپاره شوي دي.
د امریکا او ناټو هېوادونو روسیې ته خبرداری ورکړی چې که پر اوکراین برید وکړي نو له سختو پایلو سره به مخ شي. امریکا هم د روسیې په ځواب کې د ناټو د ختیځې جبهې د پیاوړتیا لپاره خپل ځواکونه استولي دي.
ورته عکسونه د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو له دې ادعا سره شریک شوي دي چې ګواکې په دې وروستیو کې کابل ته امریکايي ځواکونه رسېدلي دي.
تاسو کولی شئ لاندې ورته فېسبوک پوسټ وګورئ:

د فېسبوک پوسټ ادعا کې لیکل شوي: «تازه او بد خبر
څو شيبي وړاندي کابل ته 3450 تنه امريکايي عسکر راورسيدل ويل کيڔي چي دا عسکر په ناڅاپي ډول کابل ته راغلي د دفاع وزارت وايي چي تر اوسه امريکايي عسکر په هوايي ميدان کي دي او خبري دوام لري».
د حقیقت پلټنه
په فیسبوک کې د شریک شوي ادعا تر شا د حقیقت موندلو لپاره، موږ په شریک شوي عکسونو باندې د ګوګل برعکس پلټنه تر سره کړه. د پلټنو پر مهال موږ وموندله چې ورته عکسونه د VOA په رسمي فېسبوک پاڼه کې شریک شوي دي. د VOA فېسبوک پوسټ له مخې، عکسونه د هغو امریکایي سرتیرو پورې تړاو لري چې د ناټو د ختیځې جبهې د پیاوړتیا لپاره هلته تللي دي ترڅو د اوکراین د برید مخه ونیسي.
همدا راز VOA شاوخوا څلور ورځې وړاندې دغه عکسونه خپاره کړل او د پورته یادو شویو پاڼو له خوا هم ورته انځورونه شریک شوي دي.
تاسو کولی شئ لاندې فېسبوک پوسټ وګورئ:

د اوکراین د شخړې په اړه د نورو معلوماتو لپاره، لاندې لینک ته ورشئ:
پایله
له پورتنیو څېړنو څخه څرګنده شوه چې د فېسبوک پوسټ ادعا په بشپړه توګه ناسمه ده. دا عکسونه پولنډ هېواد ته د ناټو ځواکونو له خوا د امریکایي عسکرو د لېږلو پورې تړاو لري. په دې وروستیو کې امریکایي ځواکونه کابل ته دي راغلي.

سرلیک: کابل ته د امریکایي سرتېرو بېرته راتګ که د ناټو له خوا د اوکراین کړکېچ لپاره لېږل شوي پوځیان؟
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: False