ممثله او د تلویزیوني خپرونو وړاندې کوونکې نجیبه فیض ژوندۍ ده

False Social

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د ممثلې او د تلویزیون د تفریحي خپرونو وړاندې کوونکې نجیبې فیض یو فوتوشاپ شوی انځور خپور کړی. دوی ادعا کړې چې ګواکې هغه مړه شوې ده. 

خو هغه په ټولنیزو پاڼو کې فعال پسټونه کوي او د مرګ خبر یې ناسم دی.

ادعا

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د آغلې نجیبې فیض یو فوتوشاپ شوی انځور خپور کړی چې د مرګ حالت پکې انځور شوی دی. دوی ادعا کړې چې ګواکې نجیبه فیض په یوه ترافیکي پېښه کې خپل ژوند بایللی دی.

د «نیلوفر رحماني» په نوم یوې جعلې فېسبوک پاڼې د روان میلادي کال د ډسمبر په ۵مه نېټه لیکلې: « إِنَّا لِلّهِ وَإِنَّـا إِلَيْهِ رَاجِعونَ 

نن سهار وختی نجیبه فیض په پاکستان کې یو موټر وهلی ده چې 10 بجی یی په يو کلینک کې ساه ورکړه

فېسبوک پسټ/آرشیف لېنک

حقیقت موندنه

مونږ د آغلې نجیبه فیض رسمي فېسبوک پاڼې ته ورغلو او ومو موندله چې هغه له دې نېټې څخه وروسته هم په خپله فېسبوک پاڼه کې فعاله ده. هغه تر دې نېټې څخه وروسته هم پسټونه کړی او دا ښیي چې نجیبه فیض ژوندۍ ده.

د آغلې نجیبه فیض لاندنی فېسبوک پسټ د ډسمبر په ۷مه نېټه باندې شوی دی. په داسې حال کې چې فېسبوک پسټونه د ډسمبر په ۵مه د نوموړې د مرګ ادعا کړې وه

فېسبوک پسټ/آرشیف لېنک

آغلې نجیبه فیض په دې وروستیو کې د ‘Hum Pashto 1’ تلویزیون لپاره کار کوي. دا تلویزیوني رسنۍ د ډسمبر په ۷مه د آغلې نجیبې فیض یوه خپرونه «پخیر پښتونخوا» خپره کړې ده.  

په ورته مهال هېڅ کومې رسنۍ د نجیبه فیض د مړینې خبر تر اوسه نه دی خپور کړی.

پایله

له پورتنیو پلټنو څخه څرګنده شوه چې نجیبه فیض ژوندۍ ده او د مرګ اوازې یې ناسم دي. آغلې نجیبه فیض په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې فعال پسټونه کوي او په یوه تلویزیون کې خپرونې یې خپریږي.

Avatar

سرلیک: ممثله او د تلویزیوني خپرونو وړاندې کوونکې نجیبه فیض ژوندۍ ده

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team 

پایله: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *