په ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو ادعا کړې چې ګواکې یو شمېر ملایان د اختر په پاک مراسم کې اخلاقي فساد تر سره کوي.

تاسو کولای شی يو داسې ادعا دلته وګورئ:

فېسبوک پوسټ آرشيف لینک

د فیسبوک پوسټ کوي چې ګواکي یو شمېر ملایان د اختر په پاک مراسم کې اخلاقي فساد تر سره کوي.

په هرصورت، د فیکټ کریسینډو موندنې ښیي چې دا وېډیو تمثیلي بڼه لري چې پخوا په یوټیوب کې خپره شوې وه.

راځئ چې د فیسبوک د ادعاوو تر شا حقیقت ومومئ!

د حقیقت معاینه

موږ د حقیقت موندنې لپاره پر نوموړي انځور د ګوګل برعکس پلټنه تر سره کړه. زمونږ د پلټنو په پایله کې مالومه شوه چې دا انځور د یوټیوب له یوې تمثیلي وېډیو څخه اخستل شوی دی. دا وېډیو د هغو ملایانو په اړه تمثیلي ډرامه وړاندې کړې چې د تغویذ په پلمه له ښځو څخه ناوړه جنسي استفاده کوي.

په وېډیو کې یو هلک لونګۍ اغوستې او ځان یې د ملایانو په بڼه جوړ کړی دی.

دا وېډیو د «کربلایی مدیا» یوټیوب چینل کې خپره شوې ده. په وېډیو کې د ډرامې لوبغاړي په دري او هزاره ګي لهجه خبرې کوي.

پایله

له همدې امله له پورتنیو څېړنو څخه څرګندیږي چې د فېسبوک پسټ ادعا په تړاو پخوانی او ناسم انځور خپور شوی دی. دا عکس له یوې تمثیلي وېډیو څخه اخستل شوی دی. دا وېډیو د کوم ملا پورې تړاو نه لري خو د وېډیو پیغام د ملایانو په اړه دی.

Avatar

سرلیک: د سکریپټ شوي ویډیو څخه یو عکس شریک شوی چې یو مولوي له یوې انجلۍ سره ناوړه چلند وکړ.

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team

پایله: False