
د ایران – اسراییلو، امریکا ترمنځ وروستیو نښتو په لړ کې د ۲۰۲۶ کال مارچ پیل سره د ټولنیزو رسنیو فیسبوک یو شمېر کاروونکو یوه ویډیو له دې ادعا سره خپره کړې ده، چې ګواکې دا هغه ځای دی، چېرته چې د ایران پر مذهبي مشر ایت الله خامنه یي برید شوی او وژلی یې دی. خو د دې ویدیو په اړه د فکټ کریسنډو موندنې ښیي، چې د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا ناسمه ده. له ادعا سره خپره شوې ویډیو اصلاً د تېر 2025 کال جون میاشتې ده، کله چې ایران او اسرایلو پر یو بل هوایي بریدونه کړي وو، نه دا چې د 2026 کال.
بشپړ مطلب، د فکټ کریسنډو په دې څېړنه کې ولولئ!
لومړی تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو لاندې څو پوسټونه د نمونې په توګه وګورئ. دوی له دغې ویډیو سره لیکلي دي: «دایران مذهبي مشر خامنه ایي یې دلته ووژلو».


رېښتیا څه دي؟
د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا دروغ ده. دا هغه ویډیو نده، چې تازه د اسرایلو-امریکا بریدونو کې د ایران د مذهبي مشر کمپونډ په نښه شوی، بلکې په دا ویډیو د هغې صحنې ده، چې د 2025 کال جون میاشت کې د اسراییلو د جګړې په جریان کې تهران په نښه شوی وو.
موږ ولې وایو، چې د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو ادعا غولوونکې ده؟
موږ لومړی د شوې ادعا اړوند کلیدي توري وپلټل او بیا مو د ویډیو پر پر څو منظم سکرین شاټونو ګوګل ایمیج لټون هم پلی کړ، چې د لاندې پایلو او موندنو په صورت کې مالومه شوه، چې دغه ادعا ناسمه ده.
الجزیره تلویزیوني شبکې همدا ویډیو په 2025 کال جولای په 3مه له یو راپور سره خپره کړې او ورسره یې لیکلي دي: ایراني رسنیو یوه ویډیو خپره کړې چې هغه شیبه ښیي، چې د جون په میاشت کې د اسراییلو د جګړې په جریان کې تهران په نښه شو، موټرونه یې هوا ته وغورځول.

عرب نیوز ویبپاڼې هم په خپل یو راپور کې دغه صحنه د 2025 کال جولای په 4مه خپره کړې او ورسره یې لیکلي دي: ایران وايي د تهران د برید ویډیو د اسراییلو ‘جنګي جرم’ ثابتوي.

د AP په تازه راپور کې بیا تاسې کولی شئ، هغه ځای (کمپونډ) ووینئ او په اړه یې ولولئ، چېرته چې د راپورونو له مخې د ایران مذهبي مشر او نور مشران د اسراییلو – امریکا برید کې په ڼښه شوي دي.

ارشیف
پایله: د فکټ کریسنډو څېړنو وښودله، چې د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا دروغ ده. دا هغه ویډیو نده، چې تازه د اسرایلو-امریکا بریدونو کې د ایران د مذهبي مشر کمپونډ په نښه شوی، بلکې په دا ویډیو د هغې صحنې ده، چې د 2025 کال جون میاشت کې د اسراییلو د جګړې په جریان کې تهران په نښه شوی وو.
دا ویډیو د هغه ځای او شېبې نده، چېرته چې د ایران مذهبي مشر ایت الله خامنه په نښه شوی دی. : TITLE
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: False

