غیر اړوند انځور په کراچۍ ښار کې د چاودنې له ادعا سره خپور شوی دی.

False International

دا چې تېره ورځ افغانستان د پاکستان د وروستو هوایي بریدونو پر وړاندې د غچ اخیستې په نوم پر ډیورنډ فرضي کرښه د پاکستاني ملېشو پوستې په نښه کړې، نو د دواړو هېوادونو ترمنځ یو ځل بیا حالت ترینګلي شول. په دې لړ کې د ۲۰۲۶ کال فبروري په 27مه د ټولنیزو رسنیو فیسبوک یو شمېر کاروونکو د چاودنې او اور لګېدنې یو انځور له دې ادعا سره خپور کړ، چې ګواکې دا په کراچۍ ښار کې وروستی وضیعت دی. خو د فکټ کریسنډو موندنې ښیي، چې د یاد شمېر فیسبوک کاروونکو دغه ادعا دروغ ده او له ادعا سره شریک شوی انځور د کراچۍ نه، بلکې په ایران کې د بندر عباس د چاودنې انځور دی.

بشپړ مطلب، د فکټ کریسنډو په دې څېړنه کې ولولئ!

لومړی تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو لاندې څو پوسټونه د نمونې په توګه وګورئ. دوی له خپور شوي انځور سره لیکلي دي: «همدا مهال د کراچۍ ښار»

Archive | Facebook Post

Archive | Facebook Post

Archive | Facebook Post

رېښتیا څه دي؟

د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا دروغ ده. په اصل کې له ادعا سره خپور شوی انځور د پاکستان د کراچۍ ښار نه، بلکې په ایران کې د بندر عباس د چاودنې دی، چې د 2025 کال اپرېل کې شوې وه او ګڼو خلکو ته یې مرګ – ژوبله اړولې وه.

موږ ولې وایو، چې د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو ادعا دروغ ده؟ 

موږ لومړی د شوې ادعا اړوند کلیدي توري وپلټل او بیا مو پر خپور شوي انځور ګوګل ایمیج لټون پلی کړ، چې د لاندې پایلو او موندنو په صورت کې مالومه شوه، چې دغه انځور غیر اړوند او ادعا حقیقي نده. 

د 2025 کال اپېل په 27مه د AP خبري اژانس یوټیوب چینل څخه د همدې صحنې ویډیو خپره شوې، چې تاسې یې د انځور صحنه په 22مه ثانیه کې کتلی شئ. 

ارشیف

همدا راز رویټرز خبري اژانس هم له خپل رسمي ایکس اکونټ څخه دغه ویډیو خپره کړې او ورسره یې لیکلي: د ایران په بندر عباس کې د زورورې چاودنې له امله د مړو شمېر 40 او د ټپیانو شمېر تر 1200 لوړ شو. 

ارشیف
پایله: د فکټ کریسنډو څېړنو وښودله، چې د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا دروغ ده. په اصل کې له ادعا سره خپور شوی انځور د پاکستان د کراچۍ ښار نه، بلکې په ایران کې د بندر عباس د چاودنې دی، چې د 2025 کال اپرېل کې شوې وه او ګڼو خلکو ته یې مرګ – ژوبله اړولې وه.

Avatar

غیر اړوند انځور په کراچۍ ښار کې د چاودنې له ادعا سره خپور شوی دی. : TITLE

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team

پایله: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *