پخواني انځور  په پېښور کې د چاودنې په ادعا شریک شوی.

False International

د ټولنیزو رسنیو (فیسبوک) ځینو کاروونکو یو پخوانی انځور له دې درواغ ادعا شریک کړی چې  ګواکې په پیښور کې یوه مرګونې چاودنه شوې چې سلګونه کسان یې وژلي.

تاسو کولی شئ لاندې د فیسبوک ادعا وګورئ:

فېسبوک پوسټ آرشيف لینک

فیسبوک پوسټ  آرشیف لینک

 ټولنیزو رسنیو فېسبوک پوسټ ادعا کوي “پیښور ښار کې درنه چاؤدنه شوې زيات شمېر کسان وژل شوي. “

 په هرصورت، د فیکټ کریسینډو موندنې ښیي چې خو د ټولنیزو رسنیو ادعاوې ګمراه کوونکي دي ځکه چې یو پخوانی انځور د پاکستان په پېښور ښار کې پر وروستي چاودنې ادعاوو سره شریک شوی.

د حقیقت معاینه

پر ټولنيزو رسنيو (فيسبوک) شوې د داسې چاودنې د ادعاوو تر شا د حقیقت موندلو لپاره،  موږ لومړی مستند رسنيو راپورونو لټون وکړ ترڅو په پېښور ښار داسې کوم برید يا چاودنې په اړه د مستند رسنیو راپورونو په اړه معلومات ترلاسه کړو لکه چې ادعا د ذکر په نیټه شریکه شوې وه. خو داسې کومې پېښې په اړه هيڅ مستند رسنيو راپورونه نشته. 

د نورو څېړنو لپاره موږ د ټولنیزو رسنیو کاروونکو لخوا شریک شوي انځور باندې د ګوګل ریورس امیج سرچ تطبیق کړ او وموندله چې دا انځور  په پېښور کې د کومې وروستۍ چاودنې پېښې څخه نه دی.

د شریک شوي عکس په اړه د ګوګل ریورس عکس لټون په کارولو سره موږ وموندله چې شریک شوی عکس څو کاله زوړ دی. ورته عکس د IBCI لبنان نیوز رسمي x (رسمي ټویټر) پاڼې لخوا د ۲۰۲۴م کال د جون په ۲۴مه نېټه  شریک شوی و. د پوسټ له مخې، عکس د لبنان په طیونح  ښار کې د عساف کیفې ته نږدې د چاودنې سره تړاو درلود.

X 

تاسو کولی شئ د پیښې په اړه نور معلومات دلته د خبر لینک څخه وګورئ:

Times of Israel  Archived Link

پایله

له همدې امله، له پورتنیو څېړنو څخه څرګنده ده چې د ټولنیزو رسنیو ادعاوې ګمراه کوونکې دي ځکه چې په ۲۰۱۴م  کال کې په لبنان کې شوې یوې چاودنې یو پخوانی انځور  د پاکستان په پېښور کې د وروستۍ چاودنې په ادعا شریک شوی دی.

Avatar

Title:پخواني انځور  په پېښور کې د چاودنې په ادعا شریک شوی.

Fact Check By: Fact Crescendo Team  

Result: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *