بګرام ته امریکایي ځواکونه ندي راغلي؛ خپره شوې ویډیو بې تړاوه ده. 

False International

د ۲۰۲۵ کال اکتوبر میاشتې په لومړۍ نېټه د ټولنیزو رسنیو فیسبوک او انسټاګرام یو شمېر کاروونکو د امریکایي ځواکونو د نظامي مراسمو یوه ویډیو له دې ادعا سره خپره کړې، چې ګني بګرام هوایي اډې ته امریکایي عسکر داخل شول، په داسې حال کې چې خپره شوې ویډیو بې تړاوه ده او اصلاً په ۲۰۲۴ کال کې دغه ویډیو د ټولنیزو رسنیو یو مشهور امریکایي له خپل ټک ټاک څخه خپره کړې ده.

 بشپړه کتنه د فکټ کریسنډو په دې څېړنه کې ولولئ!

لومړی تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو فیسبوک او انسټاګرام کاروونکو لاندې څو پوسټونه د نمونې په توګه وګورئ. دوی په خپلو پوسټونو کې د ویډیو پر پرده او کپشن کې لیکلي: «امریکایی ځواکونه د باګرام په طرف …». 

Archive | Instagram Post

Archive | Facebook Post

رېښتیا څه دي؟

د ټولنیزو رسنیو کاروونکو ادعا ناسمه ده او له دغې ادعا سره خپره شوي ویډیو اصلاً د بګرام هوایي اډې سره هیڅ تړاو نلري.

موږ ولې وایو، چې د ټولنیزو رسنیو یا شمېر کاروونکو دغه ادعا ناسمه ده او خپره شوې ویډیو بې تړاوه ده؟

موږ لومړی د خپرې شوې ویډیو څخه څو منظم سکرین شاټونه واخیستل او بیا مو د تېر په څېر ګوګل ایمیج لټون پرې پلی کړ.

موږ د وایرل شوې ویډیو اصلي نسحه پیدا کړه، چې د mrgiffis په نوم د ټولنیزو رسنیو یو مشهور امریکایي له خپل ټک ټاک اکونټ څخه د ۲۰۲۴ کال شپږمه میاشت کې خپره کړې ده او ورسره یې لیکلي:Happy Birthday Army: Celebrating with BTS and the Coolest Surprise!

تاسې دغه ویډیو په لاندې توګه کتلی شئ:

ارشیف

همدا راز mrgiffis له خپل انسټاګرام اکونټ څخه هم پورته ویډیو ته ورته څو نورې ویډیو ګانې نشر کړي، چې تاسې یې په لاندې ډول ګتلی شئ:

ارشیف

د MrGriffis د فیسبوک پروفایل کې هم دا ډول ویډیوګانې زیاتې اپلوډ شوې دي، چې تاسې یې په لاندې توګه کتلی شئ:

ارشیف

همدا راز فکټ کریسنډو د بګرام د موضوع په اړه تر دې وړاندې هم یو شمېر ناسمو ادعاوو ته کتنه کړې، چې تاسې یې دلته لوستلی شئ. په دې کتنه کې موږ ذکر کړي وو، چې افغانستان انټرنشنل د بګرام په اړه د وروستیو ضد او ناقص راپورونو په تسلسل کې لیکلي: په واشنګټن کې دوو باوري سرچینو  افغانستان انټرنشنل ته وویل چې امریکا په افغانستان کې هېڅ ځواک نه لري او د بګرام په اړه اوازې بې اساسه دي.

پایله: د فکټ کریسنډو څېړنو وښودله، چې د ټولنیزو رسنیو کاروونکو ادعا ناسمه ده او له دغې ادعا سره خپره شوي ویډیو اصلاً د بګرام هوایي اډې سره هیڅ تړاو نلري. همدا راز تر دا مهاله په بګرام کې د امریکایي یا نورو بهرنیو ځواکونو شتون د مسوولو چارواکو لخوا رد شوی دی. 

Avatar

بګرام ته امریکایي ځواکونه ندي راغلي؛ خپره شوې ویډیو بې تړاوه ده. : TITLE

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team

پایله: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *