
د ټولنیزو رسنیو فیسبوک یو شمېر کاروونکو د افغانستان د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني یو انځور خپور له دې ادعا سره خپور کړی، چې ګواکي دغه انځور د ښاغلي اشرف غني تازه انځور دی، په داسې حال کې چې یاد انځور په تېر ۲۰۲۴ کال د ښاغلي اشرف غني د ورور هشمت غني له رسمي ایکس پانې څخه خپور شوی دی.
بشپړ مطلب د فکټ کریسنډو په دې کتنه کې ولولئ!
لومړی تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو لاندې څو پوسټونه د نمونې په توګه وګورئ. دوی له د پخواني ولسمشر اشرف غني له انځور سره لیکلي: «پر وطن د مئین ولسمشر تازه انځور.»

رېښتیا څه دي؟
د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو ادعا ناسمه ده. د پخواني ولسمشر ډاکټر اشرف غني دغه انځور اصلاً شاوخوا یو کال وړاندې د ۲۰۲۴ کال می میاشت کې هشمت غني، چې د ښاغلي اشرف غني ورور دی، په خپل رسمي ایکس خپور کړی دی.
موږ ولې وایو، چې د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو دغه ادعا ناسمه ده؟
موږ د ډاکټر اشرف غني د ورور هشمت غني ایکس پاڼې ته لاړو، ځکه چې د ۲۰۲۱ کال تحول وروسته هشمت غني کله – کله د اشرف غني په اړه خبر یا انځور خپروي، نو موږ همدا انځور هم د ښاغلي هشمت غني په رسمي ایکس پاڼه کې پیدا کړ، چې اصلاً دا انځور ان په ۲۰۲۴ کال کې خپور شوی دی، او مالومه شوه، چې یاد انځور تازه یعني د ۲۰۲۵ کال ندی، بلکې پخوانی دی.
تاسې کولی شئ، د ښاغلي اشرف غني د ورور هشمت غني هغه پوسټ، چې په خپل ایکس کړی، په لاندې توګه وګورئ. هشمت غني د دې انځور سره لیکي: د ښاغلي ډاکټر اشرف غني سره په دوبۍ کې.

ارشیف
پایله: د فکټ کریسنډو کتنې وښودله، چې د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو ادعا ناسمه ده. د پخواني ولسمشر ډاکټر اشرف غني دغه انځور اصلاً شاوخوا یو کال وړاندې د ۲۰۲۴ کال می میاشت کې هشمت غني، چې د ښاغلي اشرف غني ورور دی، په خپل رسمي ایکس خپور کړی دی.

د پخواني ولسمشر ډاکټر اشرف غني ۲۰۲۴ کال انځور د تازه انځور له ادعا سره خپور شوی دی! : TITLE
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: False