افغان سوداګر میرویس عزیزي په افغانستان کې  د برښنا تولید لپاره لس میلیارده ډالره پانګونه کوي.

Insight National

د افغانستان په بېلا بېلو برخو کې د برښنا د سخت کموالي په اړه له ډېر پخوا شکایتونه کیږي. اوس  بالاخره په نوي عصر کې د انساني ژوند دغې مهمې اړتیا پوره کولو په موخه یو لوی ګام اخیستل کیږي. تېره شنبه د روانې اګسټ میاشتې په ۲مه نېټه د اوبو او انرژۍ وزارت او د عزیزي انرژي شرکت ترمنځ په افغانستان کې د برېښنا او انرژۍ د تولید پروژو  لپاره د ۱۰ میلیارده ډالرو پانګونې یوه هوکړه لاسلیک شوه.

دغه هوکړه د افغانستان په تاریخ کې څومره تاریخي ارزښت لري؟ د چا او چا ترمنځ لاسلیک شوه؟ د افغانستان د خلکو لپاره به یې اقتصادي ارزښت څومره وي؟ د عزیزي انرژي د رییس میرویس عزیزي موخه څه ده؟ او د ډېرو نورو پوښتنو ځواب د فکټ کریسنډو په دې کتنه (ایکسپلینر) کې ولولئ!

په همدې ورځ، چې د اوبو او انرژۍ وزارت او د عزیزي انرژي شرکت ترمنځ په افغانستان کې د برېښنا او انرژۍ د تولید پروژو  لپاره د ۱۰ میلیارده ډالرو پانګونې یوه هوکړه لاسلیک شوه، د عزیزي انرژۍ مشر میرویس عزیزي په خپله ایکس پاڼه د تړون په اړه لنډ ابتدایي وضاحت هم ورکړ. هغه په خپله ایکس پاڼه ولیکل: «نن زما لپاره یوه لویه او نه هېریدونکې ورځ ده، هغه ورځ چې د ژوند یو مهم ارمان مې د رښتیا کیدو په درشل کې دی، او زما هېواد افغانستان د خپل معاصر تاریخ په اوږدو کې د لومړي ځل لپاره د اقتصادي خپلواکۍ پر لور یو تاریخي ګام اخلي…»

ملي راډيو ټلویزیون ویلي، د اګست له ۳مې څخه به د انرژۍ وزارت او عزیزي انرژي خصوصي شرکت تخنیکي ټیمونه ځانګړو شویو سیمو ته سفرونه وکړي او د لسو ورځو په ترڅ کې به د پروژو سروې بشپړه کړي.

د دې تر څنګ عزیزي انرژۍ رییس میرویس عزیزي د تړون د لاسلیک په مراسمو کې وینا وکړه او ویې ویل، چې شاو خوا یو لک او پنځوس زره افغانانو ته به په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه هم برابره شي.

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست، عبداللطیف منصور هم د هوکړې د تړون په مناسبت جوړ شوي خبري‌ کنفرانس کې وویل، «دا زموږ لپاره لویه لاسته‌راوړنه ده. برښنا په اوسني وخت کې د هر وګړي، د هر صنعتکار، او بله هره برخه کې وي، برښنا ته ډېره اړتیا لري.»

هغه په دې اړه دا هم وویل، چې دوی سوداګرو ته ډاډ درکووي، چې افغانستان د انرژۍ د تولید لپاره ډېرې مناسبې سرچینې لري؛ که اوبه، باد، لمر یا ګاز وي، دا ټولې سرچینې په هېواد کې شته.»

تاسې کولی شئ په افغانستان کې د انرژۍ او برېښنا د تولید په برخه کې د دغه تاریخي تړون د ورځې خبري کنفرانس پر مهال د عزیزي انرژۍ د رییس میرویس عزیزي او د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست عبداللطیف منصور بشپړې خبرې د ملي راډیو ټلویزیون پښتو څانګې یوټیوب کانال څخه په لاندې توګه واورئ:

د عزیزي انرژۍ رییس میرویس عزیزي وایي، د پروژې تخنیکي ډیزاین به تر راتلونکو شپږو میاشتو بشپړ شي او د پروژې په لومړي پړاو کې به له ۲ تر ۳ زره میګاواټه برښنا د تولید چارې پیل شي.

نوموړی زیاتوي، د افغانانو د مسلکي ظرفیتونو د لوړولو لپاره به یو روزنیز مرکز جوړ شي او د دغې پروژې ۹۸ سلنه کارکوونکي به افغانان وي.

دغه پروژه به په راتلونکې ۲۰۲۶ زېږیز کال کې پيل او تر ۲۰۳۲ زېږیز کاله به دوام وکړي، چې په ترڅ کې به یې په بلخ، بامیان، هرات او بغلان کې له ډبرو سکرو ۳ زره او ۴۰۰ میګاواټه برښنا، په جوزجان، هرات او شمالي زون کې له ګازو ۳ زره او ۷۰۰ میګاواټه برښنا، په کابل، کاپيسا او ډایکنډي کې له اوبو ۲ زره او ۴۰ میګاواټه برښنا، هرات او فراه کې ۷۰۰ میګاواټه برښنا له باد او کابل، کندهار او غزني کې له لمریزې انرژۍ ۲۰۰ میګاواټه برښنا تولید شي. 

میرویس عزیزي و ویل: «د هرې پروژې لپاره به له ۷ تر ۱۰ کسانو بهرني متخصصین وي او موږ غواړو ۹۸ سنلې افغانان و روزو او ټول مسوولیت ورته وسپارو.»

د ا.ا.ا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د میرویس عزیزي له دغه ګام ستاینه کړې او هرکلی یې ورته ویلی: 

د میرویس عزیزي دغه تاریخي ګام د ډیری نورو افغانانو له لوري هم وستایل شو او د پروژې د بشپړیدو لپاره یې هیله وکړه. د دې ترڅنګ د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د عزیزي دغه ګام ستایلی دی. هغه په خپل ایکس پاڼه لیکلي: د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی د ښاغلي میرویس عزیزي د دغه ګام ستاینه کوي د بریښنا او انرژۍ تولید کې د پانګونې او د هیواد د اقتصاد د پیاوړتیا لپاره د دوی هڅې ستایي.

میرویس عزیزي څوک دی؟

میرویس عزیزي د افغانستان یو شتمن پانګه وال دی، چې په متحده عربي اماراتو کې څو سوداګریز شرکتونه هم لري. د هغه یوه لویه پروژه چې په اماراتو کې د عزیزي شرکتونو تر کار لاندې ده د ( عزیزي برج ) په نوم په نړۍ کې د دویمې تر ټولو لوړې اسمان څکې ودانۍ جوړول دي. دا مهال تر ټولو لوړه ودانۍ د دوبۍ برج خلیفه او ورپسې به د عزیزي برج ده، چې د نړۍ د سیلانیانو پام ېې ځانته اړولی دی.

نوموړي په افغانستان کې د ۱۰ میلیارده ډالرو پروژې عملي کولو اوسني تړون پر مهال وویل، چې له دغې پروژې هیڅ سیاسي هدف نلري، بلکې یوازې او یوازې موخه یې خپلو هېواوالو ته یو تاریخي خدمت کول دي او د انرژۍ په برخه کې د افغانستان د اقتصادي ثبات او خپلواکۍ لپاره ګام اخیستل دي.

Avatar

افغان سوداګر میرویس عزیزي په افغانستان کې د برښنا تولید لپاره لس میلیارده ډالره پانګونه کوي. : TITLE

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team

پایله: Insight

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *