ویډیو کې پوځي نمایش د سوریې نه، بلکې د لیبیا د ځواکونو دی.

False International

په ټولنییزو رسنیو کې د فیسبوک یو شمېر کاروونکو یوه ویډیو خپره کړې، چې پکې د پوځي نمایش وړاندې کولو صحنې ښکاري. د فیسبوک یادو کاروونکو دې ویډیو سره ادعا کړې، چې ګني دا د سوریې نوی پوځ دی، په داسې حال کې، چې دغه ویډیو د سوریې د پوځ نه، بلکې د لیبیا پوځي پاریډ ویډیو ده.

د بشپړ مطلب لپاره د فکټ کریسنډو دغه څېړنه کې ولولئ!

لومړی تاسې کولی شئ لاندې پوسټ د نمونې په توګه وګورئ. دوی د دې ویډیو سره لیکي: «د سوریې نوی پوځ».

Archive | Facebook Post

رېښتیا څه دي؟

له دې ویډیو سره د فیسبوک یاد شمیر کارووکو ادعا دروغ ده. دا ویډیو د سوریې د نوي پوځ نده، بلکې د لیبیا د پوځي نمایش صحنې دي.

موږ ولې وایو، چې دا ویډیو د سوریې د پوځ نده؟

موږ د دې ویډیو څو منظم سکرین شاټونه په ګوګل ایمیج کې وپلټل او هلته مو د دې ویډیو اړوند نورې صحنې هم پیدا کړې، چې ثابته شوه، دغه ویډیو اصلاً د لیبیا د پوځي نمایش صحنې ښیي.

د لیبیا الحدت تلویزیون یوټیوب رسمي چینل څخه د لیبیا د پوځي پاریډ همدا صحنې او ویډیو خپره شوې، چې تاسې په لاندې توګه کتلی شئ.

ارشیف

د Lamp of Knoledge یوټیوب چینل هم دا صحنې خپرې کړي‌ او ورسره یې لیکلي، چې د لیبیا پوځي پاریډ د روسي نوي پوځي تجهیزاتو سره.

همدا راز یو ټولنیز فعال په خپل ایکس پاڼه دا صحنې پوسټ کړې.

ارشیف
پایله: د فکټ کریسنډو څېړنو وښودله، چې دا ویډیو د سوریې د نوي پوځ نده، بلکې د لیبیا د پوځي نمایش صحنې دي.

Avatar

ویډیو کې پوځي نمایش د سوریې نه، بلکې د لیبیا د ځواکونو دی. : TITLE

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team

پایله: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *