د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده د کوچني اختر پیغام کې څه ویلي؟

Insight International

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده د تېر په څېر دا ځلې هم د کوچني اختر رارسېدو په تړاو خپل پیغام شریک کړی.

په دې اختریز پیغام کې نوموړي د مبارکۍ ویلو تر څنګ له نړې سره د اړیکوت جوړولو او خپلمنځي یووالي ته هم اشاره کړې ده.

دا چې د ملا هبت الله اخندزاده په اختریز پیغام کې کوم کلیدي او مهم ټکي دي او ورسره کوم واقعیتونه تړلي، د فکت کریسنډو په دې کتنه کې یې ولولئ!

د طالبانو مشر د کوچني اختر د را رسېدو په مناسبت پېغام کې ویلي، اسلامي امارت (طالبان) له ټولو اسلامي هېوادونو سره د ورورۍ پر بنسټ اړیکې غواړي.  هبت الله اخندزاده په دې اختریز پیغام کې له ټولو هېوادونو غوښتي چې د افغانستان د خلکو ارزښتونو ته درناوی وکړي او په خبره یې، ټولې خواوې باید د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.

همدا زاز نوموړي په دې پیغام کې زیاته کړې، چې اسلامي نړۍ دې د فلسطین د خلکو ملاتړ وکړي څو په خبره یې، خپل غصب شوي حقوق ترلاسه کړي.

د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت له خپل ټویټر څخه د دوی د مشر ملا هبت الله د دغه اخریز پیغام متن خپور کړی، چې تاسې یې په لاندې ډول لوستلی او کتلی شئ:

همدا راز د طالبانو ولسمشرې ماڼۍ (ارګ) له رسمي ټویټر (ایکس) پاڼې څخه د دې پیغام ځینو مهمو ټکو ته اشاره شوې ده.

د طالبانو مشر هبت‌الله اخوندزاده د کوچني اختر په مناسبت دې پیغام کې، “یووالی او اتحاد” د بریالیتوب راز بللی او زیاته یې کړې ده، چې افغانانو ډېر کلونه په مخالفت او جګړه کې تېر کړي او اوس یې وخت دی چې خپل یووالی پیاوړی کړي.

نوموړي په خپل پیغام کې زیاته کړې، “د دښمنانو دسیسو ته مو باید پام وي او په هر ډګر کې له خپل اسلامي نظام او شرعي حاکمیته په کلکه دفاع کوو او د همدې نظام تر سیوري لاندې به افغانان متحد وساتو.”

د ملا هبت الله اخندزاده د دې اختریز پیغام له مهمو ټکو سره ځیني واقیعتونه څه دي؟

ملا هبت الله اخندزاده په داسې وخت کې اسلامي نړۍ سره د اړیکو جوړولو خبره کوي، چې تر اوسه د طالبانو حکومت هیڅ اسلامي یا غیر اسلامي هېواد په رسمیت ندی پېژندلی، د خپلمنځي اختلافاتو په اړه یې تر بل هر وخت ګنګوسۍ ډېرې شوي دي که څه هم طالبانو دغه ګنګوسۍ رد کړي. د انجونو د زده کړو، د ښځو حقونو ته د نه درناوي له امله د نړۍ والو او خپله د افغانانو له سختو نیوکو سره مخ دي او د دې هر څه سربیره تر اوسه په عام محضر کې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده ندی لېدل شوی.

تازه نیویازک ټایمز هم یو راپور کې اشاره کړې، او لیکلي یې دي، چې طالبان د هیواد لپاره د بیلیونونو ډالرو تمویل قانوني حق ځکه نلري د دوی حکومت په رسمیت ندی پیژندل شوی او تر بندیزونو لاندې دي.

د دې تر څنګ ملا هبت‌الله اخوندزاده په داسې حال کې د یووالي خبره کوي چې په وروستیو کې د طالبانو د لوړپوړو چارواکو ترمنځ د اختلافاتو خبرونه تر بل هر وخت ډېر شوي دي.

افغانستان انټرنیشنل په تازه یو راپور کې لیکلي، د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني له دوه میاشتني خپګان وروسته کندهار ته تللی او د نورو امنیتي اورګانونو د وزیرانو سره یو ځای یې د طالبانو مشر ملا هبت الله سره د امنیت اړوند ناسته ترسره کړې.

دا امنیتي ناسته داسې مهال ترسره کیږي چې په دې ورستیو کې په افغانستان کې د طالبانو پر وړاندې د نا امنۍ پېښې زیاتې شوي دي.

په همدې تړاو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم تازه ایکس باندې لیلکي: د ملي دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب، د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني، … په کندهار کې ملا هبت الله اخندزاده ته د هېواد د امنیت په اړه را پور وړاندې کړ.

خو په ځینو راپورونو کې دغې لېدنې ته نظر دا دی، چې د طالبانو خپلمنځي اختلافات د خفګان لامل شوي او کندهار ته سراج الدین حقاني له میاشتو خفګان وروسته سفر کړی.

Avatar

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده د کوچني اختر پیغام کې څه ویلي؟ : TITLE

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team

پایله: Insight

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *