د کابل په لب جر سیمه کې د ماین چاودنه نه ده را منځ ته شوې

Misleading Security

د ټولنیزو رسنیو کاروونکي د اکسیجن د ګازو ډبي تر چاودنې وروسته ویلي چې د کابل خیرخانې لب جر سیمه کې یوه چاودنه را منځ ته شوې ده. د ټولنیزو رسنیو کاروونکو له خوا نور جزیات نه دي ورکړل شوي خو خلک اندېښمن وو چې دا به د ماین چاودنه وي.

ادعا

د ټولنیزو رسنیو کاروونکي د روان کال د ثور په ۱۱مه ویلي چې د کابل د لب جر په څلورلارې کې چاودنه را منځ ته شوې ده. دا خبر ډېر ځله په فېسبوک کې لاس په لاس شوی دی. خلک فکر کاوه چې دا به د کوم بم چاودنه وي.  د «خبر عاجل» په نوم فېسبوک پاڼه لیکلي: «څو شېبې وړاندې د خیرخانې لب جر په څلورلارې کې چاودنه شوې».

فېسبوک پاڼه

فېسبوک لېنک| آرشیف لېنک

د واقعیت ارزونه

د کابل پولیسو ویاند فردوس فرامرز ویلي چې دا چاودنه د اکسیجن ګازو د ډبي له امله را منځ ته شوې ده. د ښاغلي فرامرز په وینا، په دې پېښه کې یو تن وژل شوی او دوه نور ټپیان دي. ده لیکلي: «یوه مازدا ډوله موټر چې د اکسیجن ګازو ډبي یې لېږدول چاودنه کړې ده. په سیمه کې د پولیسو د پلټنې ټیم شتون لري.»

د فردوس فرامرز فېسبوک پاڼه

فېسبوک لېنک| آرشیف لېنک

پایله

د فېسبوک کاروونکو له خوا چې کوم خبر خپور شوی، ګواکې دا چې د کابل لب جر سیمه کې د ماین چاودنه شوې ناسم دی. دا چاودنه د اکسیجن د ګازو ډبی له امله را منځ ته شوې ده.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *