
د جنوري په ۲۳مه د بدن جوړونې افغان لوبغاړی او اتل علي رضا اساهي په کابل کې د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ. د نوموړي تر مړینې وروسته د کرېکټ نړیوال افغان ستوري راشدخان پر خپله فیسبوک پاڼه د خواشینۍ تر څنګ د اساهي له کورنۍ سره تر خپلې وسې د مرستې کولو ژمنه وکړه. خو د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو اوس د یادې موضوع په اړه ناسمه ادعا او مالومات خپاره کړي. دوی ادعا کړې، چې «راشد خان د مرحوم (اساهي) له کورنی سره 30000$ امريکاي ډالر مرسته وکړه». په داسې حال کې چې د راشد خان له لوري د نغدي مرستې کولو اندازه نده ښودل شوې. دا چې ټوله کېسه څه ده، د فکټ کریسنډو په دې کتنه کې یې ولولئ!
تاسې لومړی د ټولنیزو رسنیو څو پوستونه په لاندې ډول مشاهده کولی شئ، چې دوی لیکلي: « راشد خان د مرحوم له کورنی سره 30000$ امريکاي ډالر مرسته وکړه…».

رېښتیا څه دي؟
دا رېښتیا ده، چې راشد خان د علي رضا اساهي له کورنۍ سره د مرستې اعلان کړی، خو د ټولنیزو رسنیو هغه ادعا چې ګواکې راشد خان د اساهي له کورنۍ سره دیرش زره امریکایي ډالر مرسته وکړه، حقیقت نلري. ځکه تر اوسه د مرستې دغه اندازه رسنیو ته نده په ډاګه شوې او نه هم خپله راشد خان د اساهي له کورنۍ سره د مرستې کولو اندازه څرګنده کړې.
په همدې موخه موږ لومړی په انټرنیټي سرچ انجنو کې د یادې موضوع اړوند کلیدي توري وپلټل، تر څو وروستي مالومات ترلاسه کړو، بیا مو د راشد خان ټولنیزو رسنیو رسمي اکونټونه وڅارل او سکرول کړل. موږ هلته یوازې دا وموندل، چې راشد خان د اساهي له کورنۍ سره د مرستې ژمنه کړې او خواشیني یې څرګنده کړې، خو دا چې راشد به څومره مرسته د اساهي له کورنۍ سره کوي او یا یې کړې، په دې اړه څه ندي ویل شوي.
تاسې کولی شئ د اساهي له کورنۍ سره د راشد خان د مرستې او خواشینۍ څرګندولو پیغام د هغه د فیسبوک په لاندې پوسټ کې ولولئ:
همدا راز که تاسې د اساهي له کورنۍ سره د راشد خان د مرستې په اړه د پښتو بي بي پوسټ ولولئ، نو هم درته مالومیږي چې د مرستې اندازه اصلاً نده په ډاګه شوې.
د دې تر څنګ که د ۸ صبح خبري راپور ولولو، نو هلته هم همدا پورته خبره شوې. ۸ صبح په خپل راپور کې لیکلي: راشد خان د اساهي پر مرګ خواشیني ښودلی او د هغه له کورنۍ سره یې د مرستې ژمنه کړې. دلته مالومیږي، چې د مرستې اندازه نده څرګنده.

ازادي راډیو بیا د همدې خبر عنوان داسې لیکلي « راشدخان، د علي رضا آساهي له کورنۍ سره مرسته کوي» …

پایله: د فکټ کریسنډو موندنو وښودله، چې راشد خان د علي رضا اساهي له کورنۍ سره د مرستې اعلان کړی، خو د ټولنیزو رسنیو هغه ادعا چې ګواکې راشد خان د اساهي له کورنۍ سره دیرش زره امریکایي ډالر مرسته وکړه، حقیقت نلري. ممکن له د راشد خان له لوري د اساهي له کورنۍ سره د مرستې اندازه یا له دیرش زرو ډالرو کمه او یا هم ډېره زیاته وي. خو دا چې راشد به څومره مرسته د اساهي له کورنۍ سره کوي او یا یې کړې، په دې اړه څه ندي ویل شوي.

ایا د علي رضا اساهي له کورنۍ سره د راشد خان مرسته دیرش زره ډالره ده؟ : TITLE
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: Misleading