
په عام ډول د افغانانو ترمنځ دا مشهوره ده، چې د عمر په لحاظ جاپان او افغانستان سره یو برابر دي، خو جاپان بیا د نړۍ په کچه خورا زیات پرمختګ کړی او افغانستان د نړۍ په کچه یو له وروسته پاتې هېوادونو دی. د همدې او دې ته د ورته نورو فکرونو په بنیاد ځیني وخت عام خلک د دروغو ادعا ته هم د رېښتیاوو په نظر ګوري.
له تیرو څو ورځو راهیسي په ټولنیزو رسنیو په ځانګړې توګه فیسبوک کې د یو پُل انځور، چې (U) شکل لري او د جاپان په لویدیځ Fukui سیمه کې جوړ شوی دی له ناسمو مالوماتو سره خپریږي. دوی ادعا کوي، چې دغه پُل جاپان کې یوازې په ۷۲ ساعتونو کې جوړ شوی. د دوی له منځه یې ځیني د همدې پُل له انځور سره د تمسخر په توګه لیکي، چې «جاپان او افغانستان په یوه ورځ ازادي اخیستي، خو جاپان ته ګوره او افغانستان ته ګوره…». دا سمه ده، چې جاپان د تمدن په لحاظ د افغانتسان په پرتله خورا مخکې دی، خو هغه مالومات چې د جاپان اړوند جوړ شوي پُل سره خپاره شوي مالومات غلط دي او د بشپړ پوهاوي لپاره لاندې شواهد مشاهده او متن ولولئ:
د ټولنیزو رسنیو ګڼ شمېر کاروونکو په خپلو پوسټونو کې له یاد انځور سره ادعا کړې چې «دا پُل په جاپان کې ویجاړ شو، خو بیرته یوازې په ۷۲ ساعتونو کې دا ډول جوړ شو…».
تاسې کولی شئ چې لاندې د ټولنیزو رسنیو څو کاروونکو پوسټونه د بېلګې په توګه مشاهده کړئ:



Fb-Post – ارشیف
Fb-Post – ارشیف
Fb-Post – ارشیف
په هر صورت زموږ موندنې ښیي، د جاپاني رسنیو د مالوماتو له مخې د دغه هېواد په لویدیځه برخه Fukui سیمه کې د ۲۰۱۸ کال جولای میاشتې پر مهال د شدیدو بارانونو له امله (ملي ۳۰۵ لاره) زیانمنه او تړل شوې وه، چې بیا بیرته پر دغه ویجاړه شوې لار په موقتي ډول (U) شکل ته د ورته پُل جوړېدو چارې ۲ میاشتو کې او ټوله پروژه په شاوخوا څلورو مییاشتې کې د اکتوبر په ۳۱ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ بشپړه شوه او لاره په عام ډول پرانیستل شوه.
د حقېقت څېړنه:
موږ لومړی په جاپان Fukui کې د هغه وخت پر مهال د رامنځته شوېي طبیعي افت په اړه کلیدي توري وپلټل تر څو د پېښې په اړه د جاپاني رسنیو له لوري راپورونه، دقیق ارقام او مالومات ترلاسه کړو، بیا موږ وایرل شوې انځور، چې په هغې کې (U) شکل ته ورته د یو پُل انځور ښکاري، په ګوګل ایمیج کې سرچ کړو، چې په نتېجه کې موږ وموندله، چې د جاپان په لویدیځه برخه Fukui نومي ښار کې د شدیدو بارانونو له امله پر (ملي ۳۰۵) نومي لارې تر ویجاړۍ وروسته یو موقتي پُل جوړ شوی وو، چې د یوازې د پُل جوړیدو چارو دوه میاشتې او ټولې پروژې شاوخوا څلور میاشتې وخت نیولی وو.
د جاپان هېواد اړوند یوې ویبپاڼې د همدې پُل اړوند یو تفصیلي راپور خپور کړی او دوی ویلي، چې دا پُل دوه میاشتو کې او ټوله پروژه شاوخوا څلور میاشتو کې بشپړه شوه، چې ۴۰۰ میلیونه ین مصرف پرې شوی دی.
سکرین شاټ

AP مشهور خبري اژانس هم په خپل څېړل شوي راپور کې د دې پُل مالومات خپاره کړي او د میاشتو خبره یې کړې ده، نه د ساعتونو.
سکین شاټ

همدا راز تاسې کولی شئ د یو جاپاني اتباع ایکس پاڼې څخه د یاد (U) شکل ته د ورته پُل په اړه وګورئ او ولولئ:
ایکس پوسټ

د همدې سیمي د سړک د ویجاړۍ مهال ویډیو وګورئ لاندې یوټیوب چینل هم خپره کړې.
او همدا راز د یاد پُل تر جوړیدو ورسته ویډیو هم دلته کتلی شئ:
پایله:
د جاپاني رسنیو د مالوماتو له مخې د دغه هېواد په لویدیځه برخه Fukui سیمه کې د ۲۰۱۸ کال جولای میاشتې پر مهال د شدیدو بارانونو له امله (ملي ۳۰۵) نومي لار ویجاړه شوې وه، چې بیرته پر دغه لار په موقتي ډول (U) شکل ته ورته یو پُل جوړ شو او د پُل د جوړېدو چارو دوه میاشتې او بشبړې پروژې شاوخوا څلور میاشتې وخت نیولی وو، چې د ۲۰۱۸ کال اکتوبر په ۳۱ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ دغه پروژه بشپړه او لاره په عام ډول پرانیستل شوه.