
په دې وروستیو کې د خلکو تر منځ یوه ګونګسه خپره شوې وه، ګواکې دا چې حکومت غواړي د کابل سرای شمالي سیمې سړک پراخولو لپاره څېرمه هدیره ړنګه کړي. په همدې موخه یو شمېر خلک د خپلو خپلوانو د قبرونو کیندلو باندې پیل وکړ، تر څو چې مړي بل ځای ته ولېږدوي.
آیا رښتیا هم د کابل ښاروالۍ غواړي چې دا سړک پراخ کړي او هدیره ړنګه کړي؟ د دې پوښتنې د ځواب لپاره زمونږ ارزونه ولولئ.
د پېښې ارزونه
د کابل ښاروالۍ یوه خبرتیا خپره کړې ده چې په هغه کې ویل شوي، د کابل ښاروالۍ اوسمهال لپاره د سرای شمالي سړک د بیارغولو او یا پراخولو لپاره کومه پروژه نه لري. د ښاروالۍ په وینا یو شمېر فرصت غوښتونکو د دغې سیمې خلکو تر منځ آوازه خپره کړې ده چې دلته د سړک پروژه تطبیق کیږي او په یاد مسیر د دوی هدیرې نړول کیږي. د کابل ښاروالۍ د خبرتیا له مخې دا خبر دروغ دی او صحت نه لري.
ټولنیزې رسنۍ
په ټولنیزو رسنیو کې دا آوازه خپره شوه چې حکومت غواړي د کابل سرای شمالي د سیمې هدیرې ړنګه کړي او د هغه ځای سړک پراخه کړي. خلک چې دا ناسم خبر یې ولیدل نو لاس په کار شول او د خپلو خپلوانو د قبرونو کیندلو باندې یې پیل وکړل، تر څو بل ځای ته یې ولېږدوي.
پایله
د حکومت له لوري د سرای شمالي د هدیرې د ړنګولو او د هغه سړک د پراخولو خبر ناسم دی. اوسمهال د کابل ښاروالۍ د سرای شمالي د سړک پراخولو لپاره کومه پروژه نه لري. د ځینو ټولنیزو رسنیو کاروونکو ادعا د سرای شمالي د سړک ړنګولو په اړه ناسمه ده.