د سوریې د برید انځور په پاکستان کې د بم چاودنې په توګه خپور شوی دی

False International

په ټولنیزو رسنیو کې د چاودنې یو پخوانی انځور خپور شوی چې ادعا کوي ګواکې په پاکستان کې د پوځ پر کاروان بمي برید شوی دی.

زمونږ موندنې ښيي چې دا انځور پخوانی دی او په پاکستان کې د کومې چاودنې پورې اړه نه لري.

تاسو کولی شئ لاندې د فیسبوک پوسټ وګورئ:

 فېسبوک آرشيف لينک

د فیسبوک پوسټ ادعا کې لیکل شوي: «که خوشاله یاست تاسی دی قسم وی شیر یی کړی،

زما د اور لمبو ته مه تودیږه،

دیوال شریکه یاره اور به واخلی،

چټلیستان کی په پوځی کاروان فدای برید شوی، لنډه ویډیو یی لاندی شین خط کی ووګوری».

د چټلیستان کلمه ډېری د افغانانو له خوا پاکستان ته کارول کیږي.

حقیقت موندنه

مونږ د حقیقت موندنې لپاره پر نوموړي انځور د ګوګل برعکس پلټنه تر سره کړه.

په پایله کې مو وموندله چې د برید دا انځور پخوانی دی چې د سوریې پورې تړاو لري.

دا انځور د هغه مهال پورې اړه لري چې ۶ کاله وړاندې د سوریې یاغیانو په حلب ښار باندې یې برید وکړ.

Apnews Archive link

TRT World Archive

موږ مخکې هم په افغانستان او پاکستان کې د روان کړکېچ په اړه ډېرې جعلي ادعاوې څېړلې دي.   تاسې کولی شئ چې په لاندې لېنکونو کې ځیني بېلګې وګورئ:

FC Afghanistan 1

FC Afghanistan 2

پایله

 له پورتنیو څیړنو څخه څرګنده شوه چې شریکه شوې ادعا ناسمه ده. شریک شوی عکس په پاکستان کې د پوځ پر کاروان د کوم برید پورې تړاو نه لري. دا انځور پخوانی دی چې ۶ کاله وړاندې د سوریې یاغیانو برید په حلب ښار باندې ښيي.

Avatar

سرلیک: د سوریې د برید انځور په پاکستان کې د بم چاودنې په توګه خپور شوی دی

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team 

پایله: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *