اسټرالیایي کمپنۍ «سي فارم» له طالبانو سره د چرسو د پروسس خبرې رد کړي دي

False International

یو شمېر رسنۍ د طالبانو د کورنیو چارو وزارت سعید خوستي له قوله راپور ورکړی وو چې طالبان د یوې اسټرالیایي کمپنۍ سي فارم (Cpharm) سره هوکړه کړې تر څو په افغانستان کې د ۴۵۰ میلیون ډالرو په ارزښت د چرسو پروسس پیل کړي. 

خو سي فارم اسټرالیایي کمپنۍ ویلې چې دوی نه هم له طالبانو سره خبرې کړي او نه هم د چرسو پر پروسس باندې سلا شوي دي.

له بلې خوا د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند سعید خوستی بیا په دې اړه وضاحت ورکړی دی چې ګواکې دا جرمنۍ کمپنۍ ده نه اسټرالیایي. 

ادعا

یو شمېر رسنۍ او د ټولنیزو رسنیو کاروونکو تر منځ یو خبر لاس په لاس شوی دی چې ګواکې طالبان د اسټرالیایي کمپنۍ «سي فارم» سره د چرسو د پروسس یو تړون لاسلیک کړی دی. دوی دا خبره د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند قاري سعید خوستي له قوله کړې ده. د هغه په خبره دا چرس به د درمل او کریم په تولید کې وکارول شي.

فېسبوک پسټ/ آرشیف لېنک

دا خبر د ټولنیزو رسنیو کاروونکو تر منځ هم لاس په لاس شوی دی.

فېسبوک پسټ/ آرشیف لېنک

حقیقت موندنه

اسټرالیایي کمپنۍ سي فارم په یوه اعلامیه کې ویلي چې دوی له طالبانو سره د چرسو اړوند کومه هوکړه نه ده کړې او نه یې هم له طالبانو سره لیدلي.

د سي فارم اعلامیه/ آرشیف لېنک

له بلې خوا د طالبانو د کورنیو چارو وزارت قاري سعید خوستی ویلي چې دوی د جرمني د «سي فارم» له کمپنۍ سره د بنګو د پروسس په اړه هوکړه کړې ده.

آرشیف لېنک

پایله

په ټولنیزو رسنیو کې هغه خبر ناسم دی چې ګواکې اسټرالیایي کمپنۍ « سي فارم» له طالبانو سره د چرسو د پروسس په برخه کې هوکړه کړې ده. دا کمپنۍ په یوه اعلامیه کې ویلي چې نه یې له طالبانو سره لیدلي او نه یې هم په دې اړه هوکړه کړې ده.

Avatar

سرلیک: اسټرالیایي کمپنۍ «سي فارم» له طالبانو سره د چرسو د پروسس خبرې رد کړي دي

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team 

پایله: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *