
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې پخوانی تېز توپ اچوونکی شاپور ځدراڼ، چې له تېرو څو اونیو راهیسې د هند په یوه روغتون کې بستر دی او تر درملنې لاندې دی، اوس تازه د ۲۰۲۶ کال اپرېل میاشت وروستیو نېټو کې د ټولنیزو رسنیو ګڼ شمېر فیسبوک کاروونکو شاپور ځدراڼ ته منسوب ویډیو او ځیني انځورونه له دې ادعا سره خپاره کړي دي، چې ګواکې د هند د سینما ستوري (سلمان خان او کترینه کیف) د شاپور ځدراڼ روغتیایي پوښتنې ته له نږدې ورغلي دي. خو د فکټ کریسنډو موندنې ښیي، چې د یاد شمېر فیسبوک کاروونکو دغه ادعا غولوونکې ده او له ادعا سره خپاره شوي انځورونه یا ویډیوګانې په مصنوعي ځیرکتیا (Gemini او یا په Kling Ai) باندې جنریټ شوي دي.
بشپړ مطلب، د فکټ کریسنډو په دې څېړنه کې ولولئ!
لومړی تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو لاندې څو پوسټونه د نمونې په توګه وګورئ. دوی له خپرو شویو انځورنو سره لیکلي دي: «سلمان خان او کترینه کیف د شاپور ځدراڼ روغتیایي پوښتنې ته ورغلي دي.»


رېښتیا څه دي؟
د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا دروغ ده. له یادې ادعا سره خپاره شوي انځورونه یا ویډیوګانې په مصنوعي ځیرکتیا (Gemini او Kling Ai) باندې جنریټ شوي دي او حقیقت نلري.
موږ ولې وایو، چې له دغې ادعا سره خپاره شوي انځورونه اصلي ندي؟
موږ لومړی د شوې ادعا اړوند کلیدي توري وپلټل او بیا مو انځورونه او ویډو په دقت سره وکتله، چې د لاندې موندنو او پایلو په صورت کې مالومه شوه، چې ادعا دروغ ده او خپاره شوي انځورونه اصلي ندي.
په لومړي سر کې موږ په دقت سره له ادعا سره خپاره شوي انځورونه او ویډیو وکتله او ومولېدل چې په انځورونو د جیمنای مصنوعي ځیرکتیا لوګو یا ایکن او په ویډیو بیا د Kling Ai لوګو او ایکن ښکاري، چې په لاندې توګه یې کتلی شئ. په انځور یا ویډیو د مصنوعي ځیرکتیا لوګو او نښې په دې مانا چې دغه انځورونه یا ویدیو اصلاً په مصنوعي ځیرکتیا په ځانګړې توګه په جیمنای او Kling Ai جوړ شوي دي.

د دې تر څنګ تاسې کولی شئ د مصنوعي ځیرکتیاوو (Gemini او Kling Ai) ډیش بورډ پاڼو بڼې وګورئ او هلته وونئ، چې د دوی نښه او لوګو له ادعا سره پر خپرو شویو کنټیټو لوګوکانو سره مشابه دي.

د دې ترڅنګ dw خبري چینل هم یو ویډیو راپور جوړ کړی، چې په هغې کې یې ورته مسایلو باندې تفصیل ورکړی دی او تاسې یې په لاندې توګه کتلی شئ.
پایله: د فکټ کریسنډو څېړنو وښودله، چې له یادې ادعا سره خپاره شوي انځورونه یا ویډیوګانې په مصنوعي ځیرکتیا (Gemini او Kling Ai) باندې جنریټ شوي دي او حقیقت نلري.
ایا رېښتیا د هند سینما ځیني مشهور ستوري د شاپور ځدراڼ روغتیایي پوښتنې ته ورغلي دي؟ : TITLE
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: False

