آیا په دې انځور کې د کندوز والي او د هغه مرستیاله لیدل کیږي؟

د ټولنیزو رسنیو کاروونکو تر منځ د کندوز ولایت مالي او اداري مرستیالې نصیبې هولکر او د هغې د خاوند انځور لاس په لاس شوی دی. په دې ادعاوو کې ویل شوي چې ګنې د کندوز والي د خپلې سکرترې لاس نیولی او له هغې سره په غیر اخلاقي کارونو بوخت دی. د فاکت کرېسیندو […]

Continue Reading

د شنبې په ورځ د ښوونځیو او پوهنتونونو د پیل کېدلو خبر ناسم دی

د ټولنیزو رسنیو کاروونکو تر منځ یو خبر لاس په لاس شوی ګنې دا چې راتلونکې شنبه ټول ښوونځي او پوهنتونونه چې د کورونا له امله رخصت شوي، بیا پیلیږي. د عامې روغتیا وزارت دا خبر یې ناسم او اوازې بللي. ادعا د ټولنیزو رسنیو کاروونکو د روان زیږدیز کال د جون په ۲۸مه ادعا […]

Continue Reading

د پاکستان د پوځ پر جلب او جذب مرکز باندې برید نه دی شوی

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو پر غزه د اسراییلو د بمبارۍ پخوانی انځور خپور کړی دی او ادعا یې کړې چې ګنې د پاکستان په لاهور کې د پوځ په جلب او جذب مرکز باندې وسلوال برید شوی دی. ادعا د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د ۲۰۲۱ کال د جون په میاشت کې […]

Continue Reading

د اشرف غني او جوبایډن پخواني انځورونه د نویو انځورونو په توګه خپاره شوي

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د ولسمشر غني او جوبایډن د ليدنې پخواني انځورونه خپاره کړي او ادعا یې کړې چې ګنې دا انځورونه امریکا ته د ولسمشر غني تازه سفر پر مهال اخستل شوي دي. ادعا د ټولنیزو رسنیو کاروونکو د ۲۰۲۱ زیږدیز کال د جون په ۲۵ امریکا ته د ولسمشر غني […]

Continue Reading

په دې وروستیو کې په عراق کې د امریکا پر سفارت برید نه دی شوی

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو په عراق کې د امریکا پر سفارت باندې د برید پخوانی انځور د تازه خبر په توګه خپور کړی دی. ادعا د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د روان زیږدیز کال د مې او جون په میاشتو کې په عراق کې د امریکا پر سفارت د برید پخوانی انځور […]

Continue Reading

ایا دا انځور تسلیم شوي طالبان را ښیي؟

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د داعش جنګیالیو یو پخوانی انځور خپور کړی او ادعا یې کړې چې ګنې طالبان افغان امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوي دي. ادعا د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د ۲۰۲۱ کال د جون په ۲۲مه د داعش جنګیالیو یو پخوانی انځور خپور کړی دی. دغو کاروونکو ویلي  چې […]

Continue Reading

ایا پیاز د کورونا ناروغۍ درملنه کوي؟

په هېواد کې د کورونا وبا د درېیمې څپې خپرېدلو په لړ کې، د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د کورونا وبا په اړه ناسم ادعاوې کړي دي. د ټولنیزو رسنیو ځینو کاروونکو ویلي چې پیاز کولای شي کورونا ویروس د ۳ ساعتونو په موده کې لمنځه یوسي. ادعا د ټولنیزو رسنیو ځینو کاروونکو د […]

Continue Reading

آیا دا درې خویندې قرآن کریم یې حفظ کړی؟

د ټولنیزو رسنیو ځیني کاروونکو د درې غبرګونې نجونو انځور یې خپور کړی او ادعا یې کړې چې ګنې دا درې خویندې قرآن کریم یې حفظ کړی دی. ادعا د ټولنیزو رسنیو ځینو کاروونکو د درې نجونو انځور په خپرولو سره لیکلي: «درې ګونې خویندې هر یوه اسرا، آلا او ضحی چې د بیت المقدس […]

Continue Reading

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار پر کورونا نه دی اخته شوی

د ټولنیزو رسنیو کاروونکو ویلي چې د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار پر کورونا ناروغۍ اخته شوی خو زوی یې دا ادعاوې رد کړي. ادعا د ټولنیزو رسنیو کاروونکو د ۲۰۲۱ زیږدیز کال د جون په ۱۶مه لیکلي چې د ګلبدین حکمتیار د کورونا پایله مثبت اعلان شوې ده. د «نوښت ویبپاڼه» په نوم […]

Continue Reading

آیا ولسمشر غني د پوهنتونونو او ښوونځیو رخصتي لغو اعلان کړې؟

هغه خبر ناسم دی چې د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو ویلي ګنې ولسمشر محمد اشرف غني د ښوونځیو او پوهنتونونو رخصتي چې د کورونا له امله اعلان شوې وه، لغو کړې. ادعا د ټولنیزو رسنیو کاروونکو د ۲۰۲۱ کال د جون په ۱۰مه ویلي چې ګواکې ولسمشر محمد اشرف غني د ښوونیزو او تحصیلي […]

Continue Reading