آیا په دې انځور کې د کندوز والي او د هغه مرستیاله لیدل کیږي؟

د ټولنیزو رسنیو کاروونکو تر منځ د کندوز ولایت مالي او اداري مرستیالې نصیبې هولکر او د هغې د خاوند انځور لاس په لاس شوی دی. په دې ادعاوو کې ویل شوي چې ګنې د کندوز والي د خپلې سکرترې لاس نیولی او له هغې سره په غیر اخلاقي کارونو بوخت دی. د فاکت کرېسیندو […]

Continue Reading

د شنبې په ورځ د ښوونځیو او پوهنتونونو د پیل کېدلو خبر ناسم دی

د ټولنیزو رسنیو کاروونکو تر منځ یو خبر لاس په لاس شوی ګنې دا چې راتلونکې شنبه ټول ښوونځي او پوهنتونونه چې د کورونا له امله رخصت شوي، بیا پیلیږي. د عامې روغتیا وزارت دا خبر یې ناسم او اوازې بللي. ادعا د ټولنیزو رسنیو کاروونکو د روان زیږدیز کال د جون په ۲۸مه ادعا […]

Continue Reading

د پاکستان د پوځ پر جلب او جذب مرکز باندې برید نه دی شوی

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو پر غزه د اسراییلو د بمبارۍ پخوانی انځور خپور کړی دی او ادعا یې کړې چې ګنې د پاکستان په لاهور کې د پوځ په جلب او جذب مرکز باندې وسلوال برید شوی دی. ادعا د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د ۲۰۲۱ کال د جون په میاشت کې […]

Continue Reading

د اشرف غني او جوبایډن پخواني انځورونه د نویو انځورونو په توګه خپاره شوي

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د ولسمشر غني او جوبایډن د ليدنې پخواني انځورونه خپاره کړي او ادعا یې کړې چې ګنې دا انځورونه امریکا ته د ولسمشر غني تازه سفر پر مهال اخستل شوي دي. ادعا د ټولنیزو رسنیو کاروونکو د ۲۰۲۱ زیږدیز کال د جون په ۲۵ امریکا ته د ولسمشر غني […]

Continue Reading

په دې وروستیو کې په عراق کې د امریکا پر سفارت برید نه دی شوی

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو په عراق کې د امریکا پر سفارت باندې د برید پخوانی انځور د تازه خبر په توګه خپور کړی دی. ادعا د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د روان زیږدیز کال د مې او جون په میاشتو کې په عراق کې د امریکا پر سفارت د برید پخوانی انځور […]

Continue Reading

ایا دا انځور تسلیم شوي طالبان را ښیي؟

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د داعش جنګیالیو یو پخوانی انځور خپور کړی او ادعا یې کړې چې ګنې طالبان افغان امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوي دي. ادعا د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د ۲۰۲۱ کال د جون په ۲۲مه د داعش جنګیالیو یو پخوانی انځور خپور کړی دی. دغو کاروونکو ویلي  چې […]

Continue Reading

ایا پیاز د کورونا ناروغۍ درملنه کوي؟

په هېواد کې د کورونا وبا د درېیمې څپې خپرېدلو په لړ کې، د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د کورونا وبا په اړه ناسم ادعاوې کړي دي. د ټولنیزو رسنیو ځینو کاروونکو ویلي چې پیاز کولای شي کورونا ویروس د ۳ ساعتونو په موده کې لمنځه یوسي. ادعا د ټولنیزو رسنیو ځینو کاروونکو د […]

Continue Reading

آیا دا درې خویندې قرآن کریم یې حفظ کړی؟

د ټولنیزو رسنیو ځیني کاروونکو د درې غبرګونې نجونو انځور یې خپور کړی او ادعا یې کړې چې ګنې دا درې خویندې قرآن کریم یې حفظ کړی دی. ادعا د ټولنیزو رسنیو ځینو کاروونکو د درې نجونو انځور په خپرولو سره لیکلي: «درې ګونې خویندې هر یوه اسرا، آلا او ضحی چې د بیت المقدس […]

Continue Reading

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار پر کورونا نه دی اخته شوی

د ټولنیزو رسنیو کاروونکو ویلي چې د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار پر کورونا ناروغۍ اخته شوی خو زوی یې دا ادعاوې رد کړي. ادعا د ټولنیزو رسنیو کاروونکو د ۲۰۲۱ زیږدیز کال د جون په ۱۶مه لیکلي چې د ګلبدین حکمتیار د کورونا پایله مثبت اعلان شوې ده. د «نوښت ویبپاڼه» په نوم […]

Continue Reading

آیا ولسمشر غني د پوهنتونونو او ښوونځیو رخصتي لغو اعلان کړې؟

هغه خبر ناسم دی چې د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو ویلي ګنې ولسمشر محمد اشرف غني د ښوونځیو او پوهنتونونو رخصتي چې د کورونا له امله اعلان شوې وه، لغو کړې. ادعا د ټولنیزو رسنیو کاروونکو د ۲۰۲۱ کال د جون په ۱۰مه ویلي چې ګواکې ولسمشر محمد اشرف غني د ښوونیزو او تحصیلي […]

Continue Reading

آیا دا وسلې او ټانګونه افغانستان ته سپارل شوي؟

د ټولنیزو رسنیو ځینو کاروونکو د نورو هېوادونو د ټانګونو د پخوانیو انځورونو په خپرولو سره ادعا کړې چې ګنې دا ټانګونه افغانستان ته سپارل شوي. ادعا د ټولنیزو رسنیو ځینو کاروونکو د روان زیږدیز کال د مې پر ۹مه د پخوانیو ټانګونو او وسلو انځورونو په خپرولو سره ادعا کړې چې ګواکې افغانستان ته […]

Continue Reading

مشهور کمیډین ابراهیم عابد نه دی مړ شوی

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو په ناسمه توګه ادعا کړې چې ابراهیم عابد د طلوع تلویزیون د «شبکه خنده» مشهور کمیډین مړ شوی دی. ادعا د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د ۲۰۲۱ کال د جون په ۷مه ادعا کړې چې ابراهیم عابد د طلوع تلویزیون د «شبکه خنده» کمیډین وفات شوی دی. د […]

Continue Reading

په پاکستان کې د اورګاډي د ټکر انځور پخوانی دی

د ټولنیزو رسنیو ځینو کاروونکو د پاکستان د اورګاډي د ټکر پخوانی خبر د تازه خبر په توګه خپور کړی دی. ادعا د ټولنیزو رسنیو ځینو کاروونکو د روان زیږدیز کال د جون په ۷مه د اورګاډي د ټکر یو پخوانی انځور خپور کړی. دوی ویلي په پاکستان کې یو اورګاډی له خپل مسیر څخه […]

Continue Reading

استاد منګل نه دی مړ شوی

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو او ځیني رسنۍ په ناسمه توګه ادعا کړې ګواکې دا چې د پښتو ژبې سندرغاړی منګل استاد مړ شوی دی. ادعا یو شمېر رسنۍ او د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د روان کال د جوزا په ۱۳مه ادعا کړې چې د پښتو ژبې نامتو سندرغاړی استاد منګل چې […]

Continue Reading

آیا په دې وروستیو کې پاکستانۍ چورلکه لویدلې؟

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکي د یوې چورلکې پخواني انځور په خپرولو سره ادعا کړې ګواکې دا چې د پاکستان هېواد پورې اړونده یوه چورلکه غورځېدلې ده. ادعا د ټولنیزو رسنیو کاروونکو د روان زیږدیز کال د مې په ۳۱مه د یوې چورلکې انځور په خپرولو سره لیکلي چې د پاکستان اړوند یوه الوتکه […]

Continue Reading

ایا دا مدینې ته د ننوتلو دروازه ده؟

د ټولنیزو رسنیو کاروونکو د مکې د ننوتلو دروازه یې د مدینې دروازې په توګه خپور کړی دی. ادعا د ټولنیزو رسنیو ځیني کاروونکو د مکې دروازې د یوه انځور په خپرولو سره د روان زیږدیز کال د مې په ۲۵مه ادعا کړې چې ګواکې دا مدینې ته د ننوتلو دروازه ده. د «تازه خبر» […]

Continue Reading