ډانلډ ټرمپ، بګرام او طالبان!

Insight International

Image source: AFP via Getty Images

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ په امریکا کې دویم ځل واک ته له رسېدو سره څو وارې افغانستان کې د یوې مهمې پوځي اډې بګرام یادونه کړې. په بېلا بېلو ویناوو، هغه د بګرام نوم او بیرته نیولو خبره کړې، خو په دا وروستیو کې ډانلډ ټرمپ د بګرام د بیرته نیولو په اړه سخته او ان د خبرداري ژبه وکاروله. هغه د روانې سپټمبر میاشتې په ۲۱مه یو ټویټ کې ولیکل: “که د بګرام اډه امریکا ته ونه سپارل شي ناوړه څه به پېښ شي”. 

د بګرام پر سر وروستی ناندریز حالت ته نړیوال غبرګون څه دی؟ امریکا د بګرام د بیرته نیولو خبره ولې کوي؟ د افغانستان اسلامي امارت (طالبانو) حکومت د ټرمپ وروستي خبرداري ته څه ډول غبرګون وښود؟.

د بګرام هوایي میدان پر سر وروستي‌کړکېچ په اړه دا او نورې پوښتنې د فکټ کریسنډو په دې کتنه کې ځواب شوي دي، چې تاسې یې لوستلو ته رابولو!

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ په وار – وار د بګرام بیرته نیولو لپاره لېوالتیا ښودلې ده. خو په وروستیو کې دا لېوالتیا د اخطار او خبرداري په بڼه را څرګنده شوه.

ډانلډ ټرمپ د روانې سپټمبر میاشتې په ۲۱مه یو ټویټ کې ولیکل: که افغانستان د بګرام اډه بیرته امریکا ته ونه سپارل شي ناوړه څه به پېښ شي.

همدا راز نوموړي د خبريالانو د پوښتنو ځوابولو پر مهال هم ويلي، ((د بګرام په اړه له افغانستان سره په مذاکراتو بوخت دي. ډېر ژر او سمدستي غواړم بګرام بېرته راکړي.))

ترمپ د اخطار په ژبه زياته کړه، که بګرام بېرته رانکړي، نو تاسو به وګورئ چې څه کووم.

ډانلډ ټرمپ ولې په ټینګار سره د بګرام بیرته نیولو خبره کوي؟

هغه په یوه مرکه د دې لپاره چې ولې د بګرام هوایي ډګر دوی (امریکا) لپاره مهم دي، چې حضور پکې ولري، ویلي چې بګرام هوایي ډګر چین ته نږدې دی او په ځانګړې توګه د چین هغه ځای ته چې پکې اتومي وسلې جوړوي، یو ساعت واټن لري.

د اسلامي امارت (طالبانو) غبرګون او دریځ څه دی؟

Photo: Ahmad Sahel Arman / AFP / NTB

د ډانلډ ټرمپ تر وروستي خبرداري وړاندې د اسلامي امارت (طالبانو) چارواکو د بګرام د موضوع په اړه څرګندونې کړې دي، هغه وخت چې ټرمپ د بګرام یادوونه کړې وه، خو دومره جدیت یې نه وو ښودلی، لکه په دا وروستي‌ځل. 

د ۲۰۲۴ کال فبروري په ۲۹مه طلوع نیوز د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي سره ځانګړې مرکه خپره کړه. د دې مرکې په یوه برخه کې له امیر خان متقي څخه د بګرام هوایي اډې په اړه پوښتنه کیږي، چې ایا د کوم جوړجاړي په صورت به طالبان امریکا ته بیرته هوایي اډه وسپاري؟

امیر خان متقي د دې پوښتنې په ځواب کې وایي: ((… بګرام څه، چې د افغانستان یو متر ځمکه به هم امریکا ته ورنکړي.))

تاسې کولی شئ بشپړه مرکه (دلته) او په ځانګړې توګه د مرکې همدا برخه چې امیر خان متقي پکې د بګرام هوایي اډې په اړه پوښتنه ځواب کړې (دلته) وګورئ.

بشپړه مرکه:

د مرکې هغه برخه چې د بګرام په اړه یادوونه شوې:

خو د اسلامي امارت (طالبانو) تازه غبرګون څه ډول دی؟

د دفاع وزارت لوی درستیز فصیح الدین فطرت په یو خبري کنفرانس کې وویل: … هیڅ کله به له امریکا او بهرنیانو سره د بګرام یا د افغانستان د یوې وړې ټوټې ځمکې پر سر معامله ونکړي‌ او نه به یې ورته وسپاري.

خو د ټرمپ وورستي خبرداري او څرګندوونو ته د اسلامي امارت ځواب او غرګون خورا محتاط او سیاسي وو.

د دوی مرستیال ویاند حمد الله فطرت په یوه اعلامیه کې ویلي: ((امریکا ته په ټولو دوه اړخیزو مذاکراتو کې روښانه شوې ده، چې د اسلامي امارت لپاره د افغانستان خپلواکي او ځمکنۍ بشپړتیا له هرڅه زیات اهمیت لري…))

په اعلامیه کې ویل شوي، د دوحې په هوکړه لیک کې امریکا ژمنه کړې چې «د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا او سیاسي خپلواکۍ پر ضد له ځواک او ګواښ څخه کار نه اخلي او نه به یې په کورنیو چارو کې لاس وهنه کوي»، نو په کار ده، چې د تیرو ناکامو تجربو د تکرار پر ځای باید عقلاني او واقعبینانه تګلاره خپله شي.

چين هم د تېرې جمعې په ورځ د بګرام هوایي اډې په اړه د ډانلډ ټرمپ څرګندونو ته غبرګون ښودلی و. د چين د بهرنيو چارو وزارت ويلي، د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا ته احترام لري او په سیمه کې د تاوتریخوالي د زیاتولو ملاتړ نه کېږي.

د چین د بهرنيو چارو وزارت وياند لین جيان زیاته کړې، موږ (چین) هیله لرو چې ښکېلې خواوې په سيمه‌ييز ثبات کې رغنده رول ولوبوي.

د افغان سولې په چارو کې د امریکا ځانګړي پخواني استازي ښاغلي ډاکټر زلمي خلیلزاد بیا پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، په راتلونکې کې د امریکا او افغانستان د امنیتي همکاریو په اړه ناسم معلومات خپاره شوي، په ځانګړې توګه د بګرام اډې په اړه. زما په باور، امریکا نه غواړي بګرام افغانانو څخه واخلي یا ځان ته يې ونښلوي.

د بګرام هوایي اډې جوړولو تاریخي رېښه:

د افغانستان پروان ولایت کې د بګرام هوايي ډګر په ۱۹۵۰ لسیزه کې شوروي اتحاد هغه مهال جوړ کړ، چې سړه جګړه تازه پیل شوې وه، خو د دغه هوايي ډګر جوړېدنه په ښکاره توګه له افغانستان سره د مرستې په نوم وه. د ۱۹۵۹ کال په دسمبر کې د امریکا ولسمشر ډیویډ ایزنهاور افغانستان ته سفر وکړ او د بګرام هوايي ډګر کې یې پاچا محمد ظاهر شاه هرکلی وکړ. په ۱۹۸۰ لسیزه کې بیا د شوروي ځواکونو پر افغانستان له یرغل وروسته بګرام د خپلو پوځي موخو لپاره مهمه پوځي اډه وګرځوله. دا اډه چې د الوتنو لپاره ۳ زره متره اوږده ځغاست لیکه لري په ۴۸ کیلومتره سیمه کې له کابله د ۶۴ کیلومتره په واټن کې جوړه شوې ده.

په ۲۰۰۱ کال کې بیا کله چې امریکا پر افغانستان یرغل وکړ، نو امریکایي ځواکونه دغه اډه کې مېشت شول. یاده اډه چې په څو کلونو کورنیو جګړو کې ویجاړه شوې وه بېرته ورغول شوه. که څه هم پر بګرام اډې د امریکا لخوا شوی لګښت په کره ډول نه دی معلوم خو د ځینو راپورونو له مخې څه باندې ۴۰۰ میلیونه ډالر یاد شوي دي.

Avatar

ډانلډ ټرمپ، بګرام او طالبان! : TITLE

بررسی واقعیت توسط: Fact Crescendo Team

نتیجه: Insight

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *