
په ټولنیزو رسنیو کې د جنازې د مراسمو یو ویډیو کلیپ له دې ادعا سره خپریږي، چې ګني دا د ټولنیزو رسنیو د فعال نجیب بروت د جنازې مراسم دي، په داسې حال کې چې د نجیب بروت په نوم د ټولنیزو رسنیو فعال تر دا مهاله لا هم ژوندی دی.
دا چې د جنازې د مراسمو دغه ویډیو کلیپ اصلاً د چا دی، د فکت کریسنډو دغه کتنه درسره ولولئ!
تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو څو پوسټونه د بېلګو په توګه وګورئ: د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو دغه ویډیو کلیپ باندې لیکلي «عاجل خبر، نجیب بروت شهید شوی دی».

رېښتیا څه دي؟
د جنازې د مراسمو دغه ویډیو کلیپ، د ټولنیزو رسنیو د فعال نجیب بروت پورې اړه نلري، بلکې دغه کلیپ د طلوع نیوز ټلویزیون پخواني خبریال یما سیاوش د جنازې د مراسمو دی، چې نوموړی د ۲۰۲۰ کال نومبر کې د یوې چادونې پر مهال له خپلو دوو نورو ملګرو سره وژل شوی وو.
موږ ولې وایو، چې دا ویډیو کلیپ اصلاً د یما سیاوش د جنازې د مراسمو دی، نه د نجیب بروت؟
که څه هم تر ډېره حده واضح ده، چې دغه ویډیو کلیپ له ناسمې او غیر حقیقي ادعا سره خپور شوی، خو دا چې په ثبوت سره د دې ادعا څېړنه وشي، موږ د ویډیو له یوې صحنې سکرین شاټ واخېستو او ګوګل ایمج لټون مو پرې پلی کړ. همدا راز پر ویډیو کلیپ کې ښکاري چې د طلوع نیوز لوګو شته او موږ د طلوع نیوز وروستي ویډیوي راپورنه هم وکتل، تر څو وګورو چې ایا رېښتیا هم داسې کوم څه شته او که خیر. موږ ته زیات شواهد په لاس راغلل، چې ثابته شوه، چې د ټولنیزو رسنیو کاروونکو پورته ذکر شوې ادعا، چې ګني د ټولنیزو رسنیو فعال نجیب بروت مړ شوی، حقیقت نلري.
موږ د طلوع نیوز رسمي فیسبوک پاڼه کې همدا ویډیو پیدا کړه، چې هلته د «مراسم بهخاک سپاری یما سیاوش» تر عنوان لاندې خپره شوې او تاسې په لاندې توګه کتلی شئ:
همدا څېر د طلوع نیوز پر یوټیوب رسمي چینل هم همدا ویډیو شته، چې د عین عنوان سره نشر شوې او تاسې په لاندې توګه مشاهده کولی شئ:
د دې تر څنګه د ازارۍ راډیو یو ویډیو راپور، چې تر «یما سیاوش خبرنگار پیشین طلوع نیوز به خاک سپرده شد» لاندې نشر شوی، دغه صحنه په ۱:۲۵ (لومړۍ دقېقه ۲۵مه ثانیه) کې ښکاري او تاسې کولی شي د لاندې ادرس څخه وګورئ.
پایله: د فکټ کریسنډو څېړنو وښودله، د جنازې د مراسمو دغه ویډیو کلیپ، د ټولنیزو رسنیو د فعال نجیب بروت پورې اړه نلري، بلکې دغه کلیپ د طلوع نیوز ټلویزیون پخواني خبریال یما سیاوش د جنازې د مراسمو دی، چې نوموړی د ۲۰۲۰ کال نومبر کې د یوې چادونې پر مهال له خپلو دوو نورو ملګرو سره وژل شوی وو.

ایا د ټولنیزو رسنیو فعال نجیب بروت رېښتیا هم مړ شوی دی؟: TITLE
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: False