
په افغانستان کې د طالبانو د راتګ راهیسې د طالبانو په نوم ډېر ناسم انځورونه او وېډیوګانې په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کیږي.
ادعا
په ټولنیزو رسنیو کې د یوه پاکستاني دیني عالم وېډیو د طالب په نوم لاس په لاس شوی دی. په وېډیو کې ادعا شوې چې ګنې دا کس طالب دی او وایي چې په هند کې دوه ګوندونه «بي جی پي» (BJP) او « آر اېس اېس» (RSS) ډېر ځواکمن دي.
د وېډیو د متن په سرلیک کې راغلي: دا وېډیو وګورئ چې د طالبانو عمومي منشي څه وایي « آر اېس اېس او بي جی پي په هند کې دوه پیاوري ګوندونه دي. تر هغه وخته چې «بي جی پي» په هند کې حاکم وي، هېڅ هېواد نشي کولای چې په هند باندې برید وکړي. د دې لپاره لومړی باید بي جی پي لمنځه یوسي.»
مونږ د وېډیو په اړه څېړنه وکړه او ومو موندله چې دا پروپاګند دی او د پاکستان دیني عالم د یوې پخوانۍ وېډیو په کارولو سره خپور شوی دی.
حقیقت موندنه
کله چې مونږ د وېډیو په اړه پلټنه وکړه ومو موندله چې دا وېډیو د یوه پاکستاني دیني عالم خالد محمود عباسي پورې اړه لري. دا وېډیو په یو یوټیوب چینل کې نشر شوی دی. د خالد محمود عباسي وېډیو د طالبانو عمومي منشي په نوم خپره شوې ده. سربېره پر دې، د هغه په خبرو کې د هند په اړه هېڅ کومه د کینې یا دښمنۍ خبره هم نشته. هغه د هند په اړه مثبتې خبرې کوي.
پورتنی لېنک کې ښکاري چې دا وېډیو په ۲۰۱۹ کال د مارچ په لومړۍ نېټه خپره شوې ده. مونږ په دې اړه نورې څېړنې هم تر سره کړې. په پایله کې مو د ښاغلي خالد محمد عباسي فېسبوک هم پیدا کړ. د ښاغلي خالد سره مو په یوه تیلیفوني اړیکه کې په دې هکله وپوښتل. هغه وویل چې دا وېډیو پخوانۍ ده او د ناسم تبلیغاتو په موخه کارول شوې ده. ده همدا راز وویل چې دا وېډیو د هغه یو لکچر پورې اړه لري چې په ۲۰۱۹ کال کې یې وړاندې کړی وو.
دی وایي چې هغه له طالبانو سره هېڅ ډول اړیکه نه لري او وېډیو یې د طالبانو په توګه په ناسم ډول لاس په لاس شوی دی.
زمونږ موندنې دا ښيي چې د پاکستان د دیني عالم خبرې د طالبانو په نوم د ناسمو تبلیغاتو په موخه نشر شوي دي.
پایله
هغه ادعا ناسم دی چې ګنې دې وېډیو کې د طالبانو عمومي منشي خبرې کوي. وېډیو کې د پاکستان یو دیني عالم دی. دا د هغه د ۲۰۱۹ کال د لکچرونو څخه یوه وېډیو ده. دی وایي چې له طالبانو سره هېڅ ډول تړاو نه لري.

سرلیک: د پاکستاني دیني عالم د لکچر وېډیو د طالبانو په نوم نشر شوې
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: False