
د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د یوې پاکستانۍ الوتکې پخوانی انځور خپور کړی او ادعا یې کړې چې ګنې دا الوتکه په پنجشیر کې د مقاومت جبهې له خوا غورځول شوې ده.
زمونږ موندنې را ښیي چې دا انځور پخوانی دی او دا الوتکه د پاکستان په میان ولي سېمه کې د یوه پوځي تمرین پر مهال غورځېدلې ده.
ادعا
د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو ادعا کړې چې په پنجشیر کې د مقاومت جبهې کسانو یوې پاکستانۍ الوتکه یې غورځولې ده. د ‘Afghan Special Force’ په نوم یوې فېسبوک پاڼې د روان میلادي کال د سپټمبر په ۷مه لیکلې: «دغه پاکستانۍ الوتکه تیره شپه په پنجشیر کې د مقاومت د ځواکونو لخوا نسکوره شوې.
هی پښتنو! اوس هم د ټالیب څخه ملاتړ کوئ؟ دغه پاکستانۍ الوتکې د ټالیبانو په غوښتنه له پاکستان څخه راغلې وه او زما او ستا خویندې او وړونه یې په پنجشیر او بغلان کې تیره شپه شهیدان کړل. کوم اصیل پښتون به دغه کار و مني؟».
دا فېسبوک پست له نورو سره ۲۶ ځلې شریک شوی دی.
یوې بلې فېسبوک پاڼې هم ورته انځور یې خپور کړی دی. دې فېسبوک پاڼې ویلي چې ګنې د پاکستان اړوند یو جنګي جېټ الوتکه په پنجشیر ولایت کې را پرځول شوې ده.
دا ادعاوې داسې مهال راپورته کیږي چې څه موده وړاندې د طالبانو او مقاومت جبهې تر منځ په پنجشیر کې جګړه روانه وه. طالبانو وروسته ادعا وکړه چې پنجشیر یې ونیوه. داسې ادعاوې هم را پورته شوې دي چې ګنې د پاکستان الوتکو په پنجشیر کې بمبارۍ کړي دي. په کابل کې د پنجشیر په ملاتړ یو شمېر کسانو هم لاریون وکړ چې د طالبانو له سخت غبرګون سره مخ شو.
حقیقت موندنه
مونږ پر دې انځور د ګوګل د انځورونو برعکس پلټنه تر سره کړه. په پایله کې مو وموندله چې دا انځور پخوانی ده. د پاکستان دا الوتکه د پوځي تمرین پر مهال غورځېدلې وه چې پکې دوه کسان د پېلوټ په ګډون مړه شوي وو. دا انځور په ۲۰۲۰ میلادي کال د جنورۍ په میاشت کې د یوې وېبپاڼې له خوا خپور شوی دی.
پایله
په ټولنیزو رسنیو کې د یوې الوتکې هغه انځور چې ادعا شوې په پاکستان کې د مقاومت جبهې کسانو له خوا غورځول شوې، ناسم دی. دا انځور پخوانی دی. دا الوتکه په پاکستان کې د یوه پوځي تمرین پر مهال غورځېدلې وه چې پکې دوو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

سرلیک: دا پاکستانۍ الوتکه په پنجشیر کې نه ده غورځول شوې
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: False