
د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د یوه سړي انځور په خپرولو سره ادعا کړې چې ګواکې یو سړی په پاکستان کې ماشوم زېږولی دی.
زمونږ پلټنې ښيي چې دا سړی هېڅ ماشوم نه دی زېږولی او د ترکیې هېواد پورې تړاو لري.
ادعا
د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د روان میلادي کال د جنورۍ په ۵مه ادعا کړې چې ګواکې په پاکستان کې یو سړی ماشوم زېږولی دی.
د « انغکاس تلویزیون» په نوم یوې جعلې فېسبوک پانې لیکلې: «تازه خبر…
دا یی هم بل شرم پاکستان
د نړۍ دوهم سړی چې ماشوم یې پیدا شو.
د پاکستان په کراچۍ ښار کی یو نازینه اولاد زیږولی چی دی حالات ټول خلک خیران کړی ډاکټران وایی ماشوم یی هیڅ ستونزه نه لری».

حقیقت موندنه
مونږ د حقیقت موندنې لپاره پر نوموړي عکس باندې د ګوګل برعکس پلټنه تر سره کړه. په پایله کې مو وموندله چې په انځور کې دا سړی د ترکیې هېواد پورې اړه لري او کوم ماشوم یې نه دی زېږولی. دا سړی د یوې ناروغۍ له امله خپل ۶ روغ غاښونه ویستلي دي.
نوموړی ۶۵ کلن دی او د ۱۸ کلونو لپاره په خپل مخ او غاښونو کې یې د درد احساس کاوه.
هغه په لومړیو کې فکر کاوه چې غاښونه یې مشکل لري. د همدې لپاره یې خپل روغ غاښونه وویستل.
خو روغتون ته تر تللو وروسته مالومه شوه چې هغه د عصب یوه ناروغي لري. د راپور له مخې، ډاکترانو تر عملیات وروسته د هغه درملنه یې په بریالیتوب تر سره کړه.
تاسو کولی شئ چې په دې اړه دا راپور په انګلیسي ژبه ولولئ:

پایله
له پورتنیو څېړنو څخه څرګندیږي چې په پاکستان کې کوم سړی په دې وروستیو کې ماشوم نه دی زېږولی. دا سړی د ترکیې هېواد اوسېدونکی دی چې د عصب اړوند یوه ناروغي یې درلوده. نوموړي په غلطۍ سره خپل ۶ روغ غاښونه وېستلی وو.

سرلیک: ایا په دې وروستیو کې په پاکستان کې کوم سړی ماشوم زېږولی دی؟
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: False