په دې وروستیو کې د پاکستان د پوځ سرتیري د افغانستان طالبانو له خوا نه دي نیول شوي

False International

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د پاکستان د پوځ سرتیرو انځور خپور کړی چې ادعا کوي ګواکې د ډیورنډ کرښې ته نږدې د افغانستان طالبانو له خوا نیول شوي دي. د پوسټ ادعا له مخې دا کسان هغه مهال نیول شوي دي چې غوښتل یې د افغانستان پولې ته واوړي او په وینا یې د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست ملا محمد یعقوب ووژني.

زمونږ موندنې ښيي چې انځور پخوانی دی او د پاکستان دا سرتیري پخوا د پاکستان تحریک طالبان یا (TTP) له خوا نیول شوي وو.

ادعا

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د روان میلادي کال د فبرورۍ په ۳ یو انځور خپور کړی دی. په انځور کې د پاکستان د پوځ دوه سرتیري لیدل کیږي چې سترګې یې تړل شوي او تر څنګ یې یو سړی ولاړ دی.

په فېسبوک پسټ کې ادعا شوې چې ګواکې د پاکستان د پوځ دا سرتیري غوښتل چې افغانستان ته واوړي او ملا یعقوب ووژني.

په فېسبوک پوسټ کې لیکل شوي: «نن ماښام ډيورنډ کرښی باندی ط.البانو دا دوه پنجابی پوځيان نيولي چي غوښتل يي د هلمند برامچي له لاري افغانستان ته راواوړي د دوي هدف د محترم ملا يعقوب وژل وه چي خداي وشرمول او ط.البانو ونيول ويډيو کي پاکستاني پوځیانو په خپلو خبرو کي وويل چي موږ ته د لوړي خوا امر شوي وه افغانستان ته لاړ شی او د افغانستان د دفاع وزیر ملا يعقوب ووژني».

فېسبوک پوسټ/ آرشیف لېنک

حقیقت موندنه

مونږ پر نوموړي انځور د ګوګل برعکس پلټنه تر سره کړه. په پایله کې مو وموندله چې دا انځور پخوانی دی. د پاکستان د پوځ دا سرتیري د پاکستان طالبانو تحریک یا (TTP) له خوا په ۲۰۲۰ میلادي کال کې د اکټوبر په میاشت کې نیول شوي وو. 

دا انځور د تویتر د یوه کاروونکي له خوا په ۲۰۲۱ کال کې د اکټوبر په میاشت کې خپور شوی دی.

https://twitter.com/TheZaiduLeaks/status/1444265318017208326

آرشیف لېنک

له بلې خوا مونږ په دې تړاو په ګوګل کې د کلیدي کلمو پلټنه هم تر سره کړه خو داسې کوم خبر یا راپور مو ونه مونده چې په دې وروستیو کې په ډیورنډ کرښه کې د افغانستان طالبانو له خوا د پاکستان د پوځیانو د نیولو خبره یې کړې وي.

پایله

له پورتنیو څېړنو څخه څرګندیږي چې د فېسبوک پوسټ ادعا حقیقت نه لري. په دې وروستیو کې د پاکستان د پوځ سرتیري د افغانستان د طالبانو له خوا په ډیورنډ کې نه دي نیول شوي.

Avatar

سرلیک: په دې وروستیو کې د پاکستان د پوځ سرتیري د افغانستان طالبانو له خوا نه دي نیول شوي

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team 

پایله: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *