دا د حضرت آدم مقبره نه ده

False

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د یوې مقبرې انځور یې خپور کړی او ادعا یې کړې چې ګنې دا د حضرت آدم قبر دی.

دا ادعا ناسم ده. دا انځور د حضرت عمران د مقبرې زیارت پورې اړه لري چې په عمان هېواد کې موقعیت لري.

ادعا

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د مقبرې یو انځور یې خپور کړی او ادعا یې کړې چې ګنې دا د حضرت آدم مقبره ده.

دا انځور په فېسبوک کې له پخوا راهیسې لاس په لاس شوی او په زرهاوو ځلې شریک شوی دی. د «بې پناه» په نوم یوې فېسبوک پاڼې دا انځور یې د ۲۰۱۸ کال د فبرورۍ په ۴مه خپور کړی دی. نوموړې فېسبوک پاڼې لیکلې: «د حضرت ادم علیه السلام مبارک قبر کوم بد بخت به یې نه شیر کوې شیریی کړئ چې تول نړۍ وګوري».

 دا فېسبوک پست له نورو سره ۹ زره ۳۰۰ ځله شریک شوی دی.

فېسبوک پست/ آرشیف لېنک

دا انځور په دې وروستیو کې بیاځلې په فېسبوک کې لاس په لاس شوی دی. د «زرمینه محمدی» په نوم یوې فېسبوک پاڼې لیکلې: «دلته د حضرت آدم علیه السلام قبر دی. ګورم چې څوک یې شیر کوي».

دا فېسبوک پست له نورو سره ۳۷۶ ځلې شریک شوی دی.

فېسبوک پست/آرشیف لېنک

د «تازه خبرونه» په نوم یوې بلې فېسوک پاڼې هم دا انځور یې حضرت آدم ته نسبت ورکړی دی.

فېسبوک پست/آرشیف لېنک

حقیقت موندنه

مونږ پر دې انځور د ګوګل انځورونو او د ګوګل مهمو کلمو پلټنه تر سره کړه. په پایله کې مو وموندله چې دا انځور د حضرت آدم مقبرې پورې اړه نه لري.

دا انځور د حضرت عمران مقبرې پورې تړاو لري چې په د عمان هېواد په صلاله ښار کې موقعیت لري.

تویتر/

د دې مقبرې بل انځور دلته لیدلی شئ.

د عمان دولتي تلویزیزون په ۲۰۱۸ کال کې یو ویدیویي راپور یې په یوتیوب کې خپور کړی دی.

د دې راپور عنوان «د حضرت عمران مقبره، له صلاله څخه». دا راپور په عربي ژبه باندې خپور شوی دی.

د راپور لېنک

پایله

د مقبرې هغه انځور چې په ټولنیزو رسنیو کې د حضرت آدم علیه السلام مقبرې په توګه لاس په لاس شوی، ناسم دی. دا انځور د حضرت عمران د مقبرې زیارت پورې اړه لري چې په عمان هېواد کې موقعیت لري.

Avatar

سرلیک: دا د حضرت آدم مقبره نه ده

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team 

پایله: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *