ایا طالبانو رېښتیا د بګرام هوایي ډګر بېرته امریکا ته سپارلی؟

په ټولنیزو رسنیو کې د فیسبوک یو شمېر کاروونکي ادعا کوي، چې ګواکې طالبانو هغه پوځي اډه (بګرام) اوس بیرته امریکا ته وسپارلو، چې د ۲۰۲۱ کال پر مهال د امریکایي ځواکونو له لاسه وتلې وه. د فیسبوک یاد شمېر کاروونکو له دې ادعا سره د سترو الوتکو دوه انځورونه خپاره کړي، چې اصلاً پخواني […]

Continue Reading

ایا د اسرائیلو لومړی وزیر نتنیاهو رېښتیا ویلي، چې ټول عرب هېوادونه د اسرائیلو خلاف هیڅ جرأت نشي کولی؟

وروسته له هغې چې د جنوري په ۱۸مه تازه اسراییلو په حیرانوونکې توګه یو ځل بیا په غزه کې بریدونه وکړل او له امله یې اوربند مات او د سلګونو فلسطینیانو د وژل کېدو راپورونه ورکړل شول، نو ورسره سم د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو یو پیغام او خبرداری هم خپور کړ. د اسراییلو […]

Continue Reading

ایا رېښتیا د امارات هوایي شرکت الوتکه د نوي کال جشن په مناسبت په الماسو او ملغلرو سینګار شوې ده؟

په ټولنیزو رسنیو کې د الامارات هوایي شرکت الوتکې یو انځور چې په غمیو سینګار او عجیب ښکاري، وایرل شوی او نشریږي. د ټولنیزو رسنیو فیسبوک یو شمېر کاروونکو له دې انځور سره لیکلي، چې متحده عربي اماراتو د نوي کال د جشن په مناسبت يو الوتکه د الماسو او ملغلرو په زينت سينګار کړې […]

Continue Reading

ایا په دې ویدیو او انځورونو کې دغه ملخان رېښتیا هم چین جوړ کړي، تر څو په استخباراتي او نظامي چارو کې ورځیني ګټه واخلي؟

په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو، خپریږي، چې په هغې کې نظامي شکل لرونکي ملخان ښکاري. د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو له دې ویدیو او د ویډیو له انځورونو سره ادعا کړې، چې ګواکې دا ملخان چین جوړ کړي، تر څو په استخباراتي او نظامي چارو کې ورځیني کار واخلي.  دا چې رېښتیا څه […]

Continue Reading

د کندز د امام صاحب ولسوالۍ د سقوط ادعا؛ خو زمونږ پلټنې بل څه وایي

د خواله رسنیو یو شمېر کاروونکو د افغانستان د ملي اردو ځواکونو پخواني انځورونو په خپرولو سره ادعا کړې چې ګواکې د کندز ولایت اړوند د امام صاحب ولسوالۍ سقوط کړې او د طالبانو له کنټرول نه وتلې ده. خو زمونږ پلټنې ښيي چې دا انځورونه پخواني دي او د امام صاحب ولسوالۍ د سقوط […]

Continue Reading

فېسبوک کاروونکي وایي دوستم د زړه حملې له امله مړی شوی؛ خو انځور یې د ویني ورکولو دی

د خواله رسنیو یو شمېر کاروونکو په دې وروستیو کې ادعا کړې چې ګواکې  د جنبش اسلامي ګوند مشر او د تېر حکومت د ولسمشرۍ پخوانی مرستیال مارشال دوستم د زړه حملې له امله مړ شوی دی. خو زمونږ موندنې ښيي چې دا انځور پخوانی دی او د ښاغلي دوستم وینې ورکولو پورې تړاو لري. […]

Continue Reading

په پاکستان کې د ځانمرګي برید په تړاو پخواني انځورونه خپاره شوي دي

د خواله رسنیو یو شمېر کاروونکو ادعا کړې چې ګواکې په دې وروستیو کې د پاکستان په اسلام آباد کې ځانمرګی برید شوی چې له امله یې ۱۰۲ کسان وژل شوي او ۴۵ نور ټپیان دي. خو زمونږ موندنې ښيي چې دا انځورونه پخواني دي او په دې وروستیو کې په اسلام آباد کې کوم […]

Continue Reading

دا انځورونه په پاکستان کې د کوم وروستي برید پورې تړاو نه لري

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو پخوانیو انځورونو په خپرولو سره ادعا کړې چې ګواکې د پاکستان تحریک طالبان یا ‘TTP’ په پاکستان کې بېلا بېل بریدونه کړي دي چې له امله یې د پاکستان د پوځ ۱۱ کسان مړه شوي او ۱۷ نور ټپیان دي. دوی همدا راز ادعا کړې چې ګواکې د امریکا […]

Continue Reading

پر پخوانی ولسمشر حامد کرزی باندې د بم چاودنه نه ده شوې

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د پخواني ولسمشر حامد کرزي او د موټر انځور خپور کړی دی. دوی ادعا کړې چې ګواکې ښاغلي کرزي باندې د بم برید شوی دی او ګواکې هغه ټپي دی. زمونږ موندنې ښيي چې په دې وروستیو کې پر حامد کرزي باندې کوم برید نه دی شوی او د […]

Continue Reading

ډاکټر عبدالله د طالبانو له خوا نه دی نیول شوی

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو ادعا کړې چې ګواکې د سولې عالي شورا پخوانی رییس ډاکټر عبدالله عبدالله د طالبانو له خوا نیول شوی دی. زمونږ موندنې ښيي چې دا ادعا ناسم ده او ډاکټر عبدالله عبدالله په کابل کې په خپل کور کې شتون لري. همدا راز هغه په دې وروستیو کې خپل […]

Continue Reading

په دې وروستیو کې د کابل په سرای شمالي کې موټر بم برید نه دی شوی

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د روان میلادي کال د نومبر په ۱۸مه یو خبر خپور کړی چې ګواکې د کابل په سرای شمالي سیمه کې موټر بم برید شوی چې په وینا یې ۱۵ طالبان وژل شوي دي.  زمونږ موندنې ښیي چې دا برید د مقناطیسي ماین له امله وو چې چا ته […]

Continue Reading

په دې وروستیو کې د امریکا پوځي الوتکه د کابل هوایي ډګر کې نه ده را ښکته شوې

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د امریکا د پوځي الوتکې یو پخوانی انځور خپور کړی دی. دوی ادعا کړې ده چې ګواکې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د امریکا پوځي الوتکه د کابل هوایي ډګر ته را ښکته شوې چې پکې پوځیان هم شته. تر اوسه په دې اړه کوم کره خبر نه […]

Continue Reading

دا ماشوم د طالبانو له خوا د ډوډۍ د غلا په تور نه دی وهل شوی

د کابل له سقوط څخه وروسته او د طالبانو د واکمنۍ پر مهال خلک له خورا اقتصادي ستونزو سره مخ دی او دا هېواد د بشري ناورین پر لور روان دی. اوسمهال خلک د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دی. د دغه بحران په لړ کې یو شمېر ناسم خبرونه په ټولنیزو رسنیو کې […]

Continue Reading

ماه جبین حکیمي د طالبانو له واکمنۍ وړاندې وژل شوې 

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو او رسنیو ویلي چې ګواکې د والیبال ښځينه لوبغاړې او په پخواني حکومت کې د ځانګړو امنیتي ځواکونو سرتیرې ماه جبین حکیمي په دې وروستیو کې د طالبانو له خوا وژل شوې ده. د فاکت کرېسیندو پلټنې ښيي چې هغه د طالبانو له واک څخه وړاندې وژل شوې وه. […]

Continue Reading

فېسبوک د ۱۳ کلن چینایي ماشوم له خوا نه وو هک شوی

د ټولنیزو رسنیو یو شمیر کاروونکو  د۲۰۲۱ کال د اکتوبر په ۴مه نیټه د دوشنبې په ورځ یو پست کړی وو چې په کې ادعا شوې ګواکې فېسبوک د یوه چینایي ماشوم له خوا هک شوی دی. دوی د یوه ماشوم انځور هم خپور کړی او ادعا یې کړې چې د فېسبوک ۶ ساعته بندېدلو […]

Continue Reading

په دې وروستیو کې اشرف غني د عمرې حج ادا کولو لپاره عربستان ته نه دی تللی

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو ویلي چې ګواکې د افغانستان پرځول شوی ولسمشر محمد اشرف غني د عمرې حج لپاره عربستان ته تللی دی. خو زمونږ موندنې ښيي چې هغه په دې وروستیو کې د عمرې مراسمو لپاره عربستان ته نه دی تللی او نوموړی انځور پخوانی دی. ادعا د ټولنیزو رسنیو یو شمېر […]

Continue Reading

په ټولنیزو رسنیو کې د یونیسف په نوم اعلان شوې دندې حقیقت نه لري

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر پاڼو د «ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو نړیوال صندوق» (یونیسف) تر نامه لاندې یو شمېر دندې اعلان کړي دي چې ګواکې دا سازمان په کابل کې د بشري مرستو د رسولو لپاره ۱۶۰۰ کارکوونکو ته اړتیا لري. فاکت کرېسیندو موندلې چې د کارموندنې دا اعلان جعلي دی او د یونیسف […]

Continue Reading

د ډیوې نیازۍ له خوا بهر ته د افغانانو د وېستلو راپورونه ناسم دي

 د «دیوه نیازی» په نوم یوې جعلي فېسبوک پاڼې د مدني او سیاسي فعالې ډيوې نیازۍ او د کام ایر الوتکو انځورونه خپاره کړي دي. دا فېسبوک پاڼه لیکلې چې ګواکې اغلې نیازۍ دو زره ۳۴۰ افغانان له هېواد نه بهر کړي دي.  د فاکت کرېسیندو موندنې ښیي چې دا فېسبوک پاڼه جعلي ده او […]

Continue Reading

په دې وروستیو کې د پاکستان په کراچۍ ښار کې د پوځ پر مرکز موټر بم برید نه دی شوی

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو ویلي دي چې ګنې د پاکستان په کراچۍ ښار کې د دې هېواد پر پوځي مرکز باندې موټر بم برید شوی دی.  د فاکت کرېسیندو موندنو پر اساس، په دې وروستیو کې د پاکستان په کراچۍ ښار کې کوم موټر بم برید نه دی شوی. له بلې خوا دا […]

Continue Reading

دا پیسې او سره زر د امرالله صالح په کور کې نه دي موندل شوي

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو او طالبانو ادعا کړې چې ګنې دا پیسې او سره زر د امرالله صالح په کور کې موندل شوي دي او د طالبانو لاس ته ورغلي دي. زمونږ د موندنو پر اساس، د پیسو او سره زرو دا انځورونه پخواني دي. ادعا د « جنرال سمیع سادات» په نوم […]

Continue Reading

ملا برادر نه دی مړ شوی

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو ویلي چې ګنې ملا عبدالغني برادر مړ شوی دی. هغه له یو شمېر اوازو څخه وروسته په وېډیویي بڼه را څرګند شوی دی او د خپل مرګ اوازې یې رد کړي دي.  ادعا د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر په ۱۲مه د ملا عبدالغني […]

Continue Reading